ټرمپ په عراق کې: واشنګټن د نړۍ پولیس نه دی

ټرمپ د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ او مېرمن یې په نا اعلان شوي سفر عراق ته تللي وو

د امریکا ولسمشر عراق ته ناڅاپي سفر کې له سوریې د ټولو امریکايي ځواکونو د اېستلو له پرېکړې دفاع وکړه. ډونلډ ټرمپ د پلازمېنې بغداد لوېدیځ ته اسد هوايي اډه کې له امریکايي سرتېرو سره لیدنه کې دا هم وویل، چې متحده ایالتونه یوازې د نړۍ د پولیس رول نشي لوبولی.

سپینې ماڼۍ د چارشنبې په ورځ ومنله چې ښاغلی ټرمپ او مېرمن یې ملانیا کرېسمیس کې عراق ته تللي، چې هلته د امریکايي پوځیانو د دوی د خدمت، بریاوو او سرښندونو درناوی وکړي او د ښه کرېسمیس هیله ورته وکړي.

دا درې ګړۍ لیدنه- چې خورا سختو امنیتي تدبیرونو سره پټه ترسره شوه- یوه اونۍ له هغه وروسته ده چې ډونلډ ټرمپ له سوریې د امریکايي ځواکونو د اېستلو فرمان ور کړ.

د نوموړي دغه پرېکړه له ډېرو نیوکو سره مخ ده او ان د امریکا دفاع وزیر استعفا هم ور سره تړل کېږي.

له عراق شانګ نه کوو

د انځور حقوق AFP
Image caption ډونلډ ټرمپ امریکايي ځواکونو ته وینا کې وویل، چې له عراق د اړتیا پر مهال سوریه کې کار کولی شي.

خو ولسمشر ټرمپ بغداد کې له امریکايي پوځیانو سره لیدنه کې وویل، چې له عراق د شاتګ نیت نه لري:

"که سوریه کې د کار اړتیا وه، له عراق یې هم کولی شو".

نږدې پنځو زرو امریکايي سرتېرو عراق کې د داعش پرضد د حکومت ملاتړ کړی دی.

ډونلډ ټرمپ له دې پوځیانو سره خبرو کې وویل، عراق ته د تګ لامل یې دا دی چې د داعش ماتولو کې یې پخپله د هڅو مننه وکړي.

"دوه کاله مخکې چې زه ولسمشر شوم، دا ډله ډېره ختطرناکه وي، خو نوري داسي نه ده، ډېره ښه دنده".

دا لومړی ځل دی چې خپله ولسمشرۍ کې ښاغلی ټرمپ جنګي سیمه کې له امریکايي ځواکونو سره ویني.

تېرو دوو کلونو کې پر نوموړي نیوکې وې چې ولې دا ډول سیمو ته نه ځي.

امریکا د نړۍ پولیس نه دی

د انځور حقوق Reuters

د امریکا ولسمشر د نږدې سلو ځانګړو سرتېرو غونډه کې له سوریې د نږدې دوو زرو سرتېرو د اېستلو دفاع هم وکړه:

"ډېرې به هغې پرېکړې ته ورسېږي چې ما کړې ده".

ښاغلي ټرمپ دا هم وویل، چې د جنرالانو په غوښتنه یې څو ځل سوریه کې د ځواکونو وخت غځولی و:

"هغوی بیا هم نور وخت وغوښت، خو ما وویل، نه، نور وخت نشی ترلاسولی، ډېر چانس مې در کړ".

له دې خبرې وروسته نوموړي زیاته کړه، متحده ایالتونه د نړۍ پولیس کېدلی نه شي.

د نوموړي په خبره، متحده ایالتونه ا په داسې هېوادونو کې پوځ لري، چې ان ډېرو امریکایانو د هغو هېوادونو نوم هم نه دی اورېدلی او دا یو ریشخند دی.

د عراق له لومړي وزیر سره نه لیدل

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې، د عراق له لومړي وزیر عادل عبدالمهدي سره د ولسمشر ټرمپ نه دي لیدلي.

د عراق د لومړي وزیر دفتر وايي، د دې لیدنې پر څرنګوالي د اختلاف له امله دا کار شوی دی او دواړو لورو ټلېفوني خبرې کړې دي.

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر او مېرمن یې له عراق وتلي او واشنګټن ته ستنېدلو کې جرمني ته هم سر ور ښکاروي او هلته له امریکايي ځواکونو سره ویني.

ورته مطالب