امریکا او برتانیا: دفاعي سیستم د روسیې د نوي توغندي مخه نشي نیولی

توغندی د انځور حقوق Getty Images
Image caption روسي رسنۍ هم وايي، چې د متحده ایالتونو توغندیز ډال د روسیې د نوي توغندي مخه نیشي نیولی.

ولسمشر پوتین وايی روسيې په برياليتوب داسې ستراتيژيک توغندى ازمويلى چې مزل یې د غږ له سرعته هم چټک دى او د دفاعي توغنديو د سيستمونو اوسني او راتلونکي نسل ته ماتې ورکوي.

مسکو وايی د اوېنګارد په نوم دې توغندی چې له اورال غرونو توغول شوی و شپږ زره کیلومتره لرې يې نښه ویشتې.

مسکو کې ولسمشر پوتين دا ازموينه په ژوندۍ بڼه د تلوېزون پر پرده څارله.

د اوېنگارد په نوم دغه توغندى چې اټومي سرگولۍ هم لېږدوي د غږ له سرعته گړندى ځي او له يوې وچې بله کې د نښې ويشتو وړتيا لري.

ولسمشر پوتين د دغه توغندي له بريالۍ ازموينې وروسته توغنديز دفاعي سيستمونه وويل اوېنگارد په نښه کولى نه شي او د راتلونکو لسيزو لپاره د روسيې امنيت ډاډمنوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د روسیې ولسمشر د توغندي ازمویلو شېبې په تلوېزون لیدلې.

د امريکا او برتانيا د امنيتي مالوماتو د شورا اجراييه رييس پاول انگرم هم مني چې دفاعي سيستمونه د دغه توغندي مخنيوى نشي کولى.

د ښاغلي انگرم په وينا " له غږ د گړنديو توغنديو لورى ډېر کم اټکلېدى شي او له دې امله يې په نښه کول هم ډېر گران دي."

روسي رسنۍ هم وايي، چې د متحده ایالتونو توغندیز ډال د روسیې د نوي توغندي مخه نیشي نیولی.

ویلادیمیر پوتین د چارشنبې په ورځ وینا کې وویل، "د نوي توغندي ازمویلو سره د نړۍ د توغندي ضد دفاعي ډال زوړ او له کار ولوېد".

هغه دا هم وویل چې روسیه به اوس په نوې ستراتیژیکه وسله سمبال شي.

ویلادیمیر پوتین وروستیو کلونو کې پر بهرني یرغلیز سیاست د ټینګار ترڅنګ د دغه هېواد پوځي پیاوړتیا زیاتوي.

نوموړی وایي، نړیواله ټولنه باید روسیه یو زبرځواک وپېژني.

په ورته مهال دوی د خپل نفوذ سیمه کې د خپل شتون پر دوام هم ټینګار کوي.

د انځور حقوق Getty Images

دا ازموينه په داسې حال تر سره کېږي چې د اکرايين، سوريې او د امريکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسانو د لاسوهنې د تورونو له امله د روسيې او امريکا اړيکي د سړې جگړې له مهاله تر ټولو ټيټې کچې ته پرېوتي.

اونگارد د هغو نويو اټومي وسلو په ډله کې و چې ولسمشر پوتين تېر مارچ کې ترې پرده پورته کړه او ویې ويل چې د امريکا د توغنديزو دفاعي سيستمونو ودې روسيه د دغو وسلو جوړولو ته اړه کړه.

تېره اونۍ روسیې امریکا تورنه کړې وه چې د وسلو د کنترول نړیوال تړون نه یې سرغړونه کړې ده

ولسمشر پوتين وايي دا وسله به راتلونکى کال پوځ ته وسپارل شي.