۳۲ کاله پخوا تښتول شوې ښځه بېرته وموندل شوه

ارجنټاین د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارجنټاین کې د مافیایي کړیو لخوا د ښځو تښتول څو لسیزې مخینه لري

یوه ارجنټاینۍ مېرمن چې په ۱۹۸۰م کې انسان تښتوونکو تښتولې وه، له ۳۲ کلونو وروسته خپلې کورنۍ سره یوځای شوې ده.

نوموړې د ارجنټایني او بولېویايي پولیسو په ګډو عملیاتو کې خوشې شوې ده.

دغه مېرمن چې اوس ۴۵ کلنه ده، د روان کال تر لومړیو یې حال معلوم نه و خو بیا وروسته پولیسو ته پته ولګېده چې د بولوویا په سوېل برمېجو کې ساتل کیږي.

وروسته پولیسو هغه کور پیدا کړ چې دغه مېرمن او د هغې نهه کلن زوی پکې ساتل کېدل.

د ژغورل شوې مور او زوی نوم او نور جزیات تر اوسه نه دي شریک شوي.

د ډېسیمبر په ۲۵ خپره شوې خبره پاڼه کې د ارجنټاین پولیسو ویلي، دغه ښځه توانېدلې بېرته په مارډېل پلاټا کې خپلې کورنۍ ته ورشي.

Image caption دغه مېرمن چې اوس ۴۵ کلنه ده، د روان کال تر لومړیو یې حال معلوم نه و خو بیا وروسته پولیسو ته پته ولګېده چې د بولوویا په سوېل برمېجو کې ساتل کیږي.

نوموړې او د هغې زوی د دې میاشتې په لومړیو کې ازاد شوي دي.

خپره شوې اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې د دغې تښتونې مسوولیت کومې ډلې اخیستی او که نه.

په دې هېواد کې د مافیایي کړیو لخوا د ښځو تښتول څو لسیزې مخینه لري، او د بشري حقونو او مدني فعالانو بیا بیا د دې ستونزې پر ضد غږ پورته کړی او کمپاینونه یې پیل کړي دي.