د سزا په توګه له خره سره د قدم وهلو امر

خره د انځور حقوق Getty Images
Image caption شکاګو محکمې دوو ځوانانو ته امر وکړ چې باید د ښار مرکز کې له خرو سره یو ځای مارش وکړي

په کورونو کې به مو ځینې ماشومانو ته د بېلا بېلو سزاګانو ورکول کېدو اوریدلي وي، چې خونه کې ایساریږي یا له خونې بهر ته شړل کېږی.

دغه راز ځینې شوخ ماشومان په ښوونځي کې هم رټل کېږي، خو داسې مو هم چېرې اوریدلي یا لیدلي چې د سزا په توګه یو څوک د کارتون فلمونو لیدو ته مجبور شوی وي؟

د امریکا مېزوري ایالت اوسېدونکي ډېوډ هېري جونیر سره همداسې شوي او ده ته محکمې دغسې سزا ورکړې.

ویل کېږي نوموړي په غیر قانوني توګه ګڼ شمېر هوسۍ ښکار کړې او محکمې نه یوازې د یوه کال زندان سزا ورکړې، بلکې زندان چارواکو ته یې ویلي، چې باید پر ده میاشت کې لږ تر لږه یو ځل د والټ ډزني مشهور کارتوني فلم 'بمبمی ' وویني.

دغه فلم د یوې ګلالۍ هوسۍ د ژوند پر کیسه راڅرخي چې ځنګله کې اوسي.

د انځور حقوق Alamy
Image caption تر اوسه معلومه نه ده چې ډېوډ به له دې فلمه څه زده کړي

تر اوسه معلومه نه ده چې ډېوډ به له دې فلمه څه زده کړي، خو د دا لومړی ځل نه دی چې ځینې کسانو ته دغه ډول سزا ورکول کېږي.

۲۰۰۳ کال کې د متحدو ایالتونو شکاګو سیمې یوې محکمې دوو ځوانانو ته نه یوازې ۴۵ ورځې زندان سزا ورکړه، بلکې دوی ته یې امر وکړ، چې د ښار مرکز کې باید له خره سره مارش وکړي.

محکمې ۱۹ کلنې جسیکا او براین پېټرک ته وویل چې باید لاس کې داسې بنر یا لوحه هم ونیسي چې د 'احمقانه حرکت له کبله د بښنې ' غوښتنه پرې لیکل شوې وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لیسې زده کونکي ته تر لسو کلونو پورې د کلیسا فعالیتونو کې د برخې اخیستو امر شوی و

یوه بله پېښه اوکلاهوما کې وشوه. ۲۰۱۱ کال و، چې د لیسې یوه زده کونکي ۱۷ کلن ټایلر ایلرډ موټر ټکر شو، ټایلر شراب څښلي وو او یو ملګری یې دغه پېښه کې ومړ.

ده ته امر وشو، چې له زندانه د بهر پاتې کېدو لپاره باید لومړی له ښونځي فارغ شي، تر یوه کاله پورې د شرابو او نورو نشه يي موادو د پرهیز معاینات وکړي، بلکې نشه باید پرېږدي، دا سې خبرو ته غوږ ونیسي چې د نشه یانو پر ژوند پکې خلک غږیږي او تر لسو کلونو پورې د کلیسا فعالیتونو کې برخه واخلي.

د اسپانیا جنوب کې یوه ځوان پر مور پلار عریضه وکړه، چې باید د ورځني لګښت لپاره پېسې ورکړي.

دغه ۲۵ کلن ځوان له مور، پلاره هره میاشت د ۳۵۵ یورو لګښت غوښتنه وکړه.

د مالاګا سیمې محکمې برعکس دغه ځوان ته امر وکړ، چې ۳۰ ورځو کې د مور پلار له کوره ووځي او د عاید یوه قانوني لاره چاره ومومي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption قاضۍ غوښتل وکټر پوه شي چې کله څوک داسې موسیقي اوري چې خوښه یې نه وي، نو څه احساس کوي

۲۰۰۸ کال کې اندریو وکټر له دې کبله ۱۲۰ یورو جریمه شو، چې ګاډي کې یې په خورا لوړ غږ رپ موزیک اوریده.

قاضۍ وړاندیز وکړ، چې د وکټر سزا به ۳۰ یورو کړي، خو شرط پکې دا و چې ۲۰ ساعتونو پورې به د بیت، اوو، باخ او شوپین کمپوز شوې کلاسیکه موسیقي اوري.

قاضۍ غوښتل وکټر پوه شي چې کله څوک داسې موسیقي اوري چې خوښه یې نه وي، نو څه احساس کوي، خو وکټر یوازې تر ۱۵ دقیقو پورې وتوانید د دغې موسیقۍ اورېدل وزغمي.