د ۲۰۱۸ کال تر ټولو ډېر حیرانونکي تصویرونه

کیلي ګرویر دغه ۱۲ تصویرونه انتخاب کړي دي، چې ذهنونه یې هک حیران کړي دي. دې که د هنډوراس یوې ښځې تصویر هم شته، چې حیرانونکی احتجاج یې کړی او دغه راز د هغه امریکايي فوټبال لوبغاړي د هغې شېبې تصویر هم پکې شامل دی، چې پښې یې ښویدلې وه.

هنډوراس کې د ناندریزو ولسمشریزو ټاکنو خلاف د احتجاج کونکو یوه ملاتړې ښځه د پولیسو مخکې پر سړک پرېوته او د احتجاج دغه انداز یې تصویر په یوه شاهکار بدل کړ. د انځور حقوق Getty Images
Image caption هنډوراس کې د ناندریزو ولسمشریزو ټاکنو خلاف د احتجاج کونکو یوه ملاتړې ښځه د پولیسو مخکې پر سړک پرېوته او د احتجاج دغه انداز یې تصویر په یوه شاهکار بدل کړ.

د ارام هنر

یوه عکاس د هنډوراس ټیګو سیګالپار پر یوه سړک د ولسمشریزو ټاکنو خلاف د احتجاجونو لړ کې د دغې ښځې تصویر واخیست. دغه ښځه د پولیسو مخې ته پړ مخې پرته وه او احتجاج کونکو ته یې کتل. دغه تصویر د نرمادګۍ یوناني مجسمې او د وان ګوخ لوڅې مجسمې ته ورته وبلل شو. هغه مجسمه (پر لاسونو ارام) نوم لري.

چین کې یوه ښځه د خپل دستکول اخیستو لپاره سکېنینګ مشین ته ننوته
Image caption چین کې یوه ښځه د خپل دستکول اخیستو لپاره سکېنینګ مشین ته ننوته

د ایکسرې انداز

د چین په دونګوان اورګاډي تم ځای کې د یوې ښځې له لاسه د هغې دستکول د امنیتي ایکسرې مشین ته وغورځېد. ښځه په خپل دستکول پسې سملاسي د تالاشۍ ماشین ته ننوته او د کمپیوټر پر پردې یې اخیستل شوی تصویر پر خواله رسنیو خپور شو. د دغې خواشینې ښځې تصویر ځینو خلکو د راتلونکي وخت څرک وباله او ځینې نورو بیا دد اسټرالیا پخوانیو اوسېدونکو ته ورته وباله چې مجسمې یې د اسټرالیا په ختیځ ښار اوبیر کې موندل شوې دي.

د سپیس ایکس اعلان کې وینو چې ټیسلا روډستر له بې روح چلوونکي سره فضا ته د راکټ په څېر ځي او د مریخ پر لور سفر کوي.
Image caption د سپیس ایکس اعلان کې وینو چې ټیسلا روډستر له بې روح چلوونکي سره فضا ته د راکټ په څېر ځي او د مریخ پر لور سفر کوي.

د اډیسي فضايي سفر

فرورۍ میاشت کې سویلي افریقا کې ایلون مسک د لمر مدار کې د ۲۰۰۸ کال موډیل ټیسلا روډیسټر ګاډی خوشی کړ. په یوه تصویر کې کې چې ډېر لاس پر لاس شو، داسې ستور مزلی وینو چې خورا نري کالي یې اغوستي او له دې کبله داسې تاثر واخیستل شو، چې ګواکې دغه ګاډی له ځمکې لري روان دی او دا چې زموږ ځمکه زموږ له لاسونو لرې ځي.

د هیوسټن راکټس او مینیسوټا ټمبر وولوز لوبډلو تر منځ د لوبې پر مهال اخیستل شوی تصویر چې اوس یو شاهکار بلل کېږي.
Image caption د هیوسټن راکټس او مینیسوټا ټمبر وولوز لوبډلو تر منځ د لوبې پر مهال اخیستل شوی تصویر چې اوس یو شاهکار بلل کېږي.

باسکټ بال ستوري

د سږ کال اپریل کې د هیوسټن راکټس لوبډلې جیمز هارډن پېښه وښوېده او داسې حال کې یې وینو چې د مینه والو منځ کې د غورځیدو حالت کې دی. تصویر د مینسوټا ټارګټ سنټر لوبغالي کې د لوبې له پیله سره سم اخیستل شوی دی. د خواله رسنیو کاروونکو دغه تصویر کې د رنیسانس دورې د هنرمن رافیل د یوه اثر څرک ولید.

۲۰۱۸ حیرانونکي تصویرونه
Image caption امریکا کې له انګاره ډکې ایرې پر سړک وبهیدې

په خاموشۍ کې پوړندې

د سږ کال مې کې له ۴۰ کلونو وروسته هوايي ټاپو کې له زلزلې وروسته د اور شېندونکو غرونو پوړنده ایرې پر سړکونو وبهیدې. د پونا ښار پر سړکونو انګار ته ورته بهیدونکو ایرو ډېر خلک حیران کړل. دغه پېښه د اتلسمې پېړۍ یوې پېښې ته ورته وبلل شو، چې د اټالیا په ویسو ویس اور شېندونکي غره بهیدونکو پوړندو انګریز انځورګر جوزف رایټ دومره متاثر کړ چې انځور یې جوړ کړ.

۲۰۱۸ حیرانونکي تصویرونه
Image caption پلاستیک کې نغښتی مرغه

پلاستک کې نغښتی مرغه

د دغه مرغه تصویر سږ کال هغه مهال ډېر وبوږنول چې نېشنل جیوګرافیک د ځمکې پر مخ د پلاسټک په هکله د عامه پوهاوي یو کمپاین وکړ. نېشنل جیوګرافیک دغه کمپیان ته د 'پلانیټ یا پلاسټک ' نوم ورکړی و. عکاس دغه مرغه له پلاستیکه ازاد کړ، خو تصویر یې ډېرو ته د برتانوي هنرمن جوزف رایټ 'ډربي تجربې ' ور یاد کړ، چې یو مرغه په ایر پمپ کې ساتل شوی و.

۲۰۱۸ حیرانونکي تصویرونه د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جرمن حکومت دغه تصویر کې ولسمشر ټرمپ له نړیوالو مشرانو سره مخامخ وینو

جي اووه سرمشریزه

دغه تصویر جرمني حکومت خپور کړ، چې چانسلره اېنګلا مېرکل له نورو مشرانو سره یو ځای له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د خبرو په حال کې لیدل کېږي.

دغه تصویر د ناټو مشرانو او امریکايي ولسمشر د اړیکو غوره انځور وړاندې کونکي بلل شوی.

تصویر د هالنډي هنرمن ایرونیمس یوه اثر ته ورته بلل شوی، چې 'جادوګر ' نومېږي. هغه تصویر کې یو دکاندار په کرار کرار د خپلې خوښې سودا کوي.

سنہ 2018 کی سب سے زیادہ ششدر کرنے والی نمایاں تصویریں د انځور حقوق Getty Images
Image caption جاپانی ګول ساتونکی د بلجیم لوبغاړي د توپ مخنیوی کوي.

روان کال روسیه کې دفوټبال نړیوال جام یوه لوبه کې د بلجیم ونسنټ کومپني یوه هوايي توپ مخنیوي لپابره د جاپان ګول ساتونکي ایجي کاوا شیما ډېر خطرناک ټوپونه ووهل.

۲۰۱۸ حیرانونکي تصویرونه د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر سپینه ماڼۍ ځوړند امریکايي بیرغ

ځوړند بیرغ

د سږ کال اګست کې د امریکا سناتور جان مکین ومړ. ولسمشر ټرمپ د هغه درناوي څرنګوالي کې ډېر زړه نا زړه و، چې د امریکا پخوانی جنګي اسیر اتل او په ولسمشریزو ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ سیال و. د هغه مړینې پر مهال د سپینې ماڼۍ امریکايي بیرغ ځوړند شو، بیا پورته شو او بیا ځوړند شو.

د شالید په توګه دغې موضوع ته د ډلاویر ایالت مشهور واشنګټن کراسنګ کې د ۱۹ پېړۍ نصب شوې امانویل لیوټز د شاهکار او د نن هنرمن شان سکلې 'ژوندی توپ ' اثر سره یو ځای د امریکايي بیرغ پر مرموز درناوي د پوهېدو کوښښ وشو.

سنہ 2018 کی سب سے زیادہ ششدر کرنے والی نمایاں تصویریں د انځور حقوق Getty Images
Image caption غزه کې د اسراییلي پوځ خلاف د فلسطینیانو احتجاج

فلسطیني مظاهره کونکي

دغه تصویر د یوه فلسطیني ځوان دی چې د احتجاجونو پر مهال اخیستل شوی دی. خلکو دغه تصویر د فرانسیسي انځورګر اوجین ډیلاکوا هغه اثر ته ورته وبلل شو چې پکې د ۱۹ مې پېړۍ نیمايي کې فرانسویان د خپل پاچا خلاف د احتجاج په حال کې ښوول شوي دي.

د دغه فلسطیني احتجاج کونکي لاس کې پچنوغزه له میلاده د اووه پېړۍ مخکې د بایل نینوا اشوري تمدنونو تاریخي پېښې ته ورته وبلل شوه، چې یو سرتېري د لیندۍ له لارې ډبرې ولي.

۲۰۱۸ حیرانونکي تصویرونه د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دغه هنر ماهرین وايي له مړو موادو به د ژوندو انسانانو د هر غړي کټ مټ کاپي جوړه کړي.

د روباټ ترمیم

د انجنرۍ هنر په مرسته د رغول شوي روباټ په ککرۍ کې د مصنوعي غړو ماهر مایک همفرې د برېښنايي تارونو ترمیم دغه تصویر جالب او په عین حال کې اندېښمنونکی بلل شوی.

د دغه هنر ماهرین وايي له مړو موادو به د ژوندو انسانانو د هر غړي کټ مټ کاپي جوړه کړي.

دا د قبرصي هنرمن پیګ میلین یاد تازه کوي، چې له ډبرو یې ژوندیو انسانانو ته کټ مټ ورته مجسمې جوړې کړې.

۲۰۱۸ حیرانونکي تصویرونه د انځور حقوق Getty Images
Image caption د 'نجلۍ او غونډوسکي' تصویر له لیلامۍ سره سم مشتري د دغه تصویر څېرلو لپاره په شریډر مشین کې واچاوه. تصویر د ۱۲۰ زره یورو بدل کې پلورل شوی و.

بیکنسي شریډر

د 'نجلۍ او غونډوسکي ' تصویر له لیلامۍ سره سم مشتري د دغه تصویر څېرلو لپاره په شریډر مشین کې واچاوه. تصویر د ۱۲۰ زره یورو بدل کې پلورل شوی و. دغه مهال و چې اواره برتانوي هنرمن بینکسي ساړه اسویلي سره لستوڼي بډوهل او شریډ‌ر ته یې د اچول شوي تصویر عکس واخیست. دغه تصویر سره یو بل شاهکار رامنځته شو، چې د 'خځلو په ټوکرۍ کې د مینې ' نوم ورکړل شو. د نجلۍ او غونډوسکي څېرېدونکي تصویر د هالنډي هنرمن ایشر د هغه شاهکار یاد تازه کړ چې 'بانډ اف یونین ' نوم ورکړل شوی.

۔