اقلیمي بدلون: امریکا ته دوو توپانونو ۳۲ میلیارد ډالره تاوان اړولی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کلیفورنیا کي اور د امریکا د پېړۍ تر ټولو خطرناک اور و.

د کریشین اېډ په نوم یوه خیریه ټولنه وایي، د اقلیمي بدلون له کبله رامنځته شویو طبیعي پېښو په ۲۰۱۸ کال کې د ټولې نړۍ په کچه زرګونه انسانان وژلي او میلیاردونه ډالره تاوان یې اړولی.

دې ټولنې په خپل رپوټ کې د ۲۰۱۸ کال لس تر ټولو زیان اړوونکې طبیعي پېښې ارزولې او پکې د سر او مال د زیان کچه یې مالومه کړې ده.

ساینس پوهانو جوته کړې ده چې په اروپا کې هم سږ کال د ګرمې هوا لړۍ د انسانانو له کړو وړو او ژوند ژواک سره نېغه اړیکه درلوده.

* د افغانستان په اوبو د اقلیمي بدلون اغېز

* افغانستان کې د باراني اوبو ذخیره کولو ګټې

د دوی په وینا، اقلیمي بدلون د ټولې نړۍ په کچه په موسمونو او هوا کې بدلون راوستی او دا بدلون هر کال ځاني او مالي‌ زیان اړوي.‌

په تېر کال کې رامنځته شوې تر ټولو خونړۍ طبیعي پېښې د فلورنس او مایکل په نوم سمندري توپانونه وو، چې په ترتیب یې ۱۷ او ۱۵ میلیارده ډالر تاوان اړولی دی.‌

په جاپان کې هم په ۲۰۱۸ کال کې د سېلابونو له لاسه ۲۳۰ کسان ووژل شوي او ګرمۍ او بارانونو کابو ۷ میلیارده ډالر تاوان واړوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هریکان توپان سوېلي کارولینا د اونیو لپاره وځپله.

د اروپا په ځینو برخو کې هم د تاریخ تر ټولو ګرمه هوا ثبت شوه او ساینس پوهانو خبرداری ورکړی چې د دې بدلون له کبله د طبیعي پېښو شونتیا ډېره شوې ده.

د کریشین اېډ ټولنې ډاکټر کټ کرامر وایي، اقلیمي بدلون یو حقیقت دی، خو ډېری خلک پرې سترګې پټوي او د راتلونکي نسل ستونزه یې بولي.

* د ځمکې ګرمېدو په اړه اندېښنې لاپسې ډېرې شوې

* اقلیمي بدلون: ګرمي پر خځنده سربېره د تي لرونکو نارینه وو جنسي قوه کموي

د نوموړي په وینا، د اقلیمي بدلون او د هوا د تودوخې پایلې دومره بدې دي‌ چې ځینې کسان یې ان منلو ته چمتو نه دي.‌

ډاکټر کرامر زیاتوي، اقلیمي بدلون همدا اوس هم د ګڼ شمېر انسانانو پر ژوند جدي او ناوړه اغېز کړی.

د انځور حقوق Getty Images

د ده په وینا،‌ د خپګان خبره دا ده چې اقلیمي‌ بدلون تر ټولو لوی زیان د غریبو هېوادونو وګړو ته ور اوړي او دا هغه خلک دي چې په دې ناورین کې هېڅ لاس نه لري.

هېره دې نه وي چې په افغانستان کې هم وچکالۍ په دې وروستیو کلونو کې زرګونه خلک له خپلو سیمو بېځایه کړي او پر مالدارۍ او کرکیله یې هم بد اغېز کړی دی.

کارپوهان وایي، په وروسته پاتې هېوادونو کې وچکالي،‌ سېلابونه او غیر نورمال موسمونه د اقلیمي بدلون نښې نښانې دي.

ورته مطالب