د نشه يي توکو پر ضد د محصلینو مبارزه

  • رفعت الله اورکزی
  • بي بي سي پېښور
دغې ښځې له اتلسو کلونو راهیسې تر یوه پله لاندې نشه کوله
د عکس تشریح،

دغې ښځې له اتلسو کلونو راهیسې تر یوه پله لاندې نشه کوله

د ډېرو زړه ته ښايي و نه لوېږي چې د پېښور ځینې ځوانان له شخصي جېب خرڅه پېسې سپموي او د نشه یانو درملنه پرې کوي، خو رښتیا همدا دي چې د محصلینو او استادانو دغه 'ای ایم ولنټیر یا زه رضا کار یم ' نومې ټولنه نه خو ثبت شوې او نه هم له کومې ادارې مرسته اخلي.

دوی په ښار کې ګرځي او ښځینه همکارانې یې د نشه يي ښځو له موندلو وروسته له هغوی سره ویني، ان کله نا کله یې د باور تر لاسه کولو لپاره نشه يي مواد هم ورکوي.

کله چې نشه کونکې ښځې له دوی سره پېژندګلوي پیدا کوي، خپلو کورونو ته یې بیايي او د خوړو او کالیو له ورکولو وروسته یې د درملنې مرکزونو ته رسوي.

دوی دا وروستیو کې د پېښور حیات اباد سیمې تر یوه پله لاندې یوه داسې ښځه موندلې چې ۱۸ کاله یې هلته له نورو نشه یانو سره یو ځای نشه کوله.

د تنظیم همکارې محصلې امنه ناصر دغه ښځه موندلې او بي بي سي ته یې په اړه وايي:

''د دې ښځې کیسه ډېره خواشینونکې ده. دا د صوابۍ سیمې یوه شتمن کور لور وه، له منځني ښوونځي وروسته د زده کړو لپاره لاهور ته استول شوې وه او هلته په لیلیه کې پر نشه اخته شوې. ''

امنه وايي، څو ځله یې له دغې ښځې سره ولیدل او تر پله لاندې نشه یانو نه غوښتل چې ملګرې یې دوی پرېږدي، ځکه یې دې ته هم په ښه سترګه نه کتل.

د عکس تشریح،

د تنظیم رضاکار په شخصي لګښت خیریه کارونه کوي

د اغلې ناصر په خبره کارخانو مارکیټ کې یې یوه بله نشه يي ښځه هم لیدلې وه، خو هغې وروسته له رضاکارو سره له تلو انکار وکړ.

هغه وايي، بیا به هم هڅه وکړي هغه ښځه درملنې ته راضي کړي.

دغه تنظیم نژدې دوه سوه رضاکار همکاران لري، چې د نشه یانو درملنې تر څنګ ناروغو ته د وینې ورکولو، بیوزلو کورنیو سره مرسته، ماشومانو ته د ډالیو ورکړې او د ښار پاکوالي کې د برخې اخیستو غوندې نور خیریه فعالیتونه هم کوي.

د تنظیم مشر شهزاد حنیف چې د تعلیم برخه کې کار کوي وايي، له بده مرغه پېښور کې د نشه يي ښځو درملنې او پاملرنې مرکز نه شته، ځکه د دوی ډېره توجه پر هغو ښځو متمرکزه ده چې غواړي نشه کول پرېږدي.

د عکس تشریح،

په تنظیم کې د رضاکارو تر څنګ مسلکي کسان هم شته

نوموړی وايي، د حیات اباد تر پله لاندې موندل شوې ښځه یې د درملنې لپاره اسلام اباد ته استولې ده.

ښاغلی حنیف د خپلو فعالیتونو د لګښت په اړه وايي:

''موږ ته هېڅوک مرسته نه راکوي او نه یې له چا غواړو، بلکې د خپل وجداني مسوولیت ادا کولو لپاره او له خپلو خلکو سره د مرستې په پار له خپلو شخصي پېسو لګښتونه پوره کوو. ''

نوموړی وايي، تنظیم کې یې د محصلینو او استادانو تر څنګ مسلکي کسان هم شته چې د اړتیا پر وخت له تنظیم سره مالي مرستې کوي.