انجلینا جولي ولې له فلمي نړۍ سیاست ته ځي؟

جولي

د عکس سرچینه، Getty Images

د هالیووډ سینما پېژندل شوې لوبګره انجلینا جولي‌ وایي، شونې ده چې په راتلونکي کې د سیاست په ډګر کې هم پنجه نرمه کړي.‌

نوموړې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل،‌ شل کاله وړاندې یې ښایي‌ په دې خبره خندلي وای، خو اوس هر هغه ځای کې کار کولی شي چېرې چې ورته اړتیا وي.

مېرمن جولي د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ځانګړې استازې ده، او د کډوالو،‌ جنسي تاوتریخوالي د مخنیوي او د چاپېریال ساتنې لپاره کار کوي.‌

د بي بي سي ویاند جسټېن وېب له مېرمن جولي نه پوښتنه وکړه چې د سیاست په اړه څه نظر لري. هغې یې ځواب کې وویل:

د عکس سرچینه، Anna Gordon/Today

د عکس تشریح،

انجلینا جولي بي بي سي ته ویلي، امکان لري د سیاست نړۍ ته ننوځي

"که همدا پوښتنه دې رانه شل کاله مخکې کړې وای نو خندلي به مې وو. زه تل وایم،‌ هر چېرې چې راته اړتیا وي، هلته ځم. نه پوهېږم چې د سیاست وړتیا لرم او که نه.‌ خو له حکومتونو او پوځونو سره کار کولی شم.‌ نو په داسې یو موقف کې یم چې ډېر څه کولی شم".

د دې خبرې په ځواب کې چې د امریکا د دېموکرات ګوند لخوا د ولسمشرۍ د نوماندانو په لېست کې ښایي‌ د دې نوم هم وي،‌ مېرمن جولي دا شونتیا رد نه کړه او یوازې یې همدومره وویل چې "مننه".

یاده دې وي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د ځانګړې استازې په توګه انجلینا جولي څو ځله افغانستان او پاکستان ته هم سفرونه کړي او هلته یې له افغان کډوالو او بې ځایه شویو سره لیدلي.

د عکس سرچینه، Anna Gorden/Press Association

نوموړې د "برېډ وېنر" یا روزي ګټونکې په نامه د یوې افغانې ماشومې په کیسه کارتوني فلم هم جوړ کړی دی.

په دې کیسه کې یوه افغانه ماشومه د خپلې کورنۍ د ساتنې او روزۍ ګټلو لپاره اړ کېږي چې خپل وېښتان لنډ کړي، د هلکانو کالي واغوندي او له کوره بهر مزدوري وکړي.

له بي بي سره په هر اړخیزه مرکه کې انجلینا جولي پر خپل کورني ژوند هم وغږېده، او دا اعتراف یې هم وکړ چې نه خپله او نه یې هم اولادونه فېسبوک کاروي.

نوموړې وویل،‌ په اوسني دور کې د میندو او پلرونو لپاره ګرانه ده چې خپل اولادونه د ټولنیزو رسنیو له منفي‌ اغېزو په بشپړه توګه خوندي وساتي.‌

د هغې په وینا،‌ ځینې وخت میندې او پلرونه نشي کولای د ځوانو اولادونو په ذهنیت او غوښتونو پوه شي، یا د هغوی له هرې کړنې خبر و اوسي.

د عکس سرچینه، UNHCR/ANDREW MCCONNELL

د عکس تشریح،

انجلینا جولي د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ده