د داعش جرمنۍ غړې نجلۍ'له تندې وژلې'

راية تنظيم الدولة د انځور حقوق Reuters
Image caption جنیفر په ۲۰۱۴ عراق ته سفر کړی او هلته د اسلامي دولت ډلې د محاسبې او امر بالمعروف او نهی عن المنکر برخې سره یې کار پیل کړی دی.

د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې یوه پخوانۍ جرمنۍ غړې د جنګي جرم له تور سره مخامخېدونکې ده؛ ځکه چې هغې "یوه ماشومه چې له پنځو کلونو یې عمر ټیټ و، عراق کې د سوځنده لمر وړانګو ته پرېښې وه چې اخر یې ساه ورکړه."

جرمني چارواکي وايي، جنیفر ډبلیو او مېړه یې یاده نجلۍ د عراق موصل کې په ۲۰۱۵ کال پر دغه ښار د "اسلامي دولت" نومې ډلې تر واکمنېدو وروسته په پیسو اخیستې وه.‌

پر دوی د تورونو دوسیه کې راغلي، یاده نجلۍ تر ناروغېدو وروسته له کوره بهر د اوسپنې په ځنځیر تړل شوې، خو جنیفر یې د ژغورلو لپاره هېڅ هم نه دي کړي.

پر داغې جرمنۍ ښځې د وسلې لرلو او ځینې نور تورونه هم لګېدلي.

په میونیخ کې د محکمې له خوا پرې د ترهګرۍ تور لګول شوی چې ښايي جنیفر لږترلږه د زنداني کېدو سزا وویني.

یاده نجلۍ هغه مهال چې جنیفر او مېړه یې په عراق کې په پیس واخیسته، د جګړې د بندیانو ډله کې وه.

"اسلامي دولت": ایزیدي ښځې د جنسي مريي توب کړاوونه بیانوي

لوېدیځې ښځې ولې "اسلامي دولت" ډلې سره یوځای کیږي؟

پښېمانه داعشي نجلۍ بېرته جرمني ته ستنېدل غواړي

د جرمني رسنیو ویلي، دغه وژل شوې ماشومه په عراق کې د ایزیدي لږکیو له ټبره وه چې په ۲۰۱۴ کال د عراق شمال کې ددوی ډېری وګړي تښتول شوي، بندیان شوي او د اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو له خوا شړل شوي دي.

د جرمني څارنوالۍ ویلي: "دغې نجلۍ تر ناروغېدو وروسته په بستره کې متیازې کولې، له کوره بهر په ځنځیر تړل شوې او له تندې په سوځنده لمر کې مړه شوې ده."

جنیفر په ۲۰۱۴ عراق ته سفر کړی او هلته د اسلامي دولت ډلې د محاسبې او امر بالمعروف او نهی عن المنکر برخې سره یې کار پیل کړی دی.

د ماشومې له مړینې څو میاشتې وروسته جنیفر په ترکیه کې وروسته نیول شوې. هغې غوښتل انقره کې د جرمني سفارت کې د خپل هویت پاڼې نوې کړي.

بیا وروسته جرمني ته استول شوې، خو چارواکو خوشې کړې او په سکسونیا ولایت کې یې خپل کور ته له دې کبله د ستنېدو اجازه ورکړي چې د تورنېدو پوره ثبوتونه یې نه وو.

د انځور حقوق .

خو د جرمني پولیسو په په تېره جولای میاشت کې هغه بېرته ونیوه چې تر اوسه په بند کې ده.‌

موصل ښار وروسته د"اسلامي دولت" نومې ډلې له منګولو بېرته ونیول شو.

"عراق ۱۵ داعشۍ ښځې په اعدام محکومې کړې"

ورته مطالب