'ټرمپ له افغانستانه د ځواکونو ایستلو امر نه دی کړی'

امریکايي سرتېري د انځور حقوق Getty Images
Image caption "نیوزویک" مجلې هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مسالې ته اشاره کړې او زیاتوي که داسې وشي نو د طالبانو په ملاتړ به په سیمه کې د وسله والې ډلې پياوړي شي او د سیمې د هېوادونو پاکستان، هند، ایران ، چین او آن روسیې ټیکاو به ګواښي.

امریکايۍ ورځپاڼې "بوسټن ګلوب" لیکلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ایستلو امر نه دی کړی.

دا ورځپاڼه لیکي، په سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت شورا ویاند ګریټ مارکیس هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې تېره اونۍ ښاغلي ټرمپ پرېکړه کړې چې له افغانستان دې اوه زره امریکايي سرتېري وایستل شي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي چې ولسمشر له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه تصمیم نه دی نیولی او نه یې هم دفاع وزارته امری کړی چې له دغه هېواده دې د سرتېرو د ایستلو بهیر پیل کړی.

ورځپاڼه زیاتوي، داسې ښکاري چې د ملي امنیت دا بیان په افغانستان کې د پرېکنده ماموریت ملاتړ د قوماندان سکاټ میلر هغو څرګندونې تاییدوي چې ویلي و د سرتېرو د ایستلو په اړه ورته امر نه دی شوی.

"له افغانستانه د امریکايي پوځيانو وتل د امريکا په زیان دي"

ارګ: د امریکايي پوځ وتل پر امنیت ناوړه اغېز نه کوي

دا داسې بیان دی چې د بوسټن ګلوب په وینا د نړۍ د ځینو مشرانو او په کور دننه سیاستوالو له خوا د ورکړل شوي خبرداري کچه به یو څه راټیټه کړي.

"نیشنل ریویو" مجلې په یوه مطلب کې له افغانستان او سوریې د ځواکونو د ایستلو په اړه یوه مطلب کې سپارښتنه کړې چې د امریکا حضور او د مذهبي سخت دریځو په وړاندې ددرېدو مسالې ته باید د احساساتو له مخې ونه کتل شي بلکې په کار ده ددې مسالې جرړې وپلټل شي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ارګ: له افغانستان د امریکايي پوځ وتل پر امنیت ناوړه اغېز نه کوي

نو لیکوال وايي، که له افغانستان او سوریې ځواکونه وایستل شي نو ټول پوهېږي چې رامنځته کېدونکې تشه به څوک ډکوي. دا تشه به هغه څوک ډکوي چې اروپا او امریکايي تل ګواښلې او بریدونه یې پرېکړې نو هغه هېڅکله ارام نه کښېني.

"نیوزویک" مجلې هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مسالې ته اشاره کړې او زیاتوي که داسې وشي نو د طالبانو په ملاتړ به په سیمه کې د وسله والې ډلې پياوړي شي او د سیمې د هېوادونو پاکستان، هند، ایران ، چین او آن روسیې ټیکاو به ګواښي.

ورته مطالب