نیل پرکاش یا ابوخالد الکمبودي څوک دی؟

نیل پرکاش د انځور حقوق AL HAYAT MEDIA CENTER
Image caption نیل پرکاش چې د اسټرالیا ملبرون کې زېږيدلی دا مهال د ترکیې زندان کې دی

د استرالیا تر ټولو ډېر مطلوب جهادي نیل پرکاش له خپل استرالیايي تابعیته محروم شوی دی. د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن د نیل پرکاش تابعیت لغو کولو اعلان پر مهال نوموړی 'ډېر خطرناک انسان ' وباله.

د اسټرالیا څارګرې ادارې وايي، نیل پرکاش دغه هېواد کې د داعش وسله والې ډلې لپاره کسان موندل او هلته یې د ترهګرۍ فعالیتونو پلانونه جوړول.

نیل پرکاش چې د اسټرالیا ملبرون کې زېږيدلی دا مهال د ترکیې زندان کې دی او د ترهګرۍ اړوند قضیو کې محاکمه روانه ده.

جولای میاشت کې د ترکیې یوې محکمې امر وکړ چې باید نوموړی د محاکمې لپاره اسټرالیايي چارواکو ته و نه سپارل شي.

اسټرالیا کې بیا پر نوموړي د ترهګرې ډلې غړیتوب او داعش ډلې ملاتړ کولو تورونه لګېدلي دي.

د استرالیا کورنیو چارو وزیر په یوه خبري غونډه کې نیل پرکاش منځني ختیځ کې د داعش ډلې فعالیتونو محور وباله.

له دې مخکې ۲۰۱۷ کال کې د ترکیې یوه محکمه کې پرکاش ومنله چې اسټرالیا کې یې له ترهګریزو پلانونو سره 'څه نا څه تعلق درلود ' خو په وینا یې دی د 'پېښو ټول سل ٪ مسوول ' نه دی.

نوموړي وویل د داعش پروپاګند ویډیوګانو چمتو کولو ته اړ شوی و او د دغې ډلې له (اصلي) څېرې لیدو وروسته ترې وتښتېد.

'جهادي' ټوکو الوتکه دوه ساعته وځنډوله

اسټرالیا ترکیې کې د ترهګرۍ د خطر خبرداری ورکړی

۲۷ کلن پرکاش ۲۰۱۳ کال کې د ابوخالد الکمبودي په نامه له اسټرالیا نه سوریې ته لاړ. ۲۰۱۵ کال کې ناسمو رپوټونو کې وویل شول چې نوموړی د عراق موصل کې د امریکايي هوايي ځواک برید کې وژل شوی دی.

له دې مخکې د پلار له کبله پرکاش د فیجي او اسټرالیا دواړو هېوادونو تابعیت درلود.

د اسټرالیايي قانون له مخې له هغو دوه ګوني تابعیت لرونکو کسانو اسټرالیايي تابعیت اخیستل کېږي چې په ترهګریزو فعالیتونو کې په ګډون تورن شي او یا پرې شکونه کېږي. پرکاش ۱۲ داسې کس دی چې د اسټرالیا تابعیت ترې اخیستل کېږي.

اړونده مطالب