'له افغانستانه د ځواکونو ایستل که د پخوانیو تېروتنو تکرار'

عسکر د انځور حقوق AFP

"دې هېل" خپرونه لیکي، له افغانستانه د ځواکونو ایستل د پخوانیو تېروتنو تکرار دی. د دې مطلب لیکواله په دې نظر ده چې له افغانستانه د ځواکونو ایستل به پر امریکا باور راکم کړي او متحدین به یې داسې فکر وکړي چې دغه هېواد د ولسواکۍ، بشري حقونو او امنیت په برخه کې د باور وړ ملګری نه شي کېدای.

په مطلب کې وړاندې ویل شوي چې که داسې وشي نو دا ګام به له نړیوالو شریکانو سره په ګډ کار کې د امریکا له مسؤولیتونو ځان ګوښه کول وي او په دې سره به دامریکا د بهرنۍ کړنلارې له هغو اصولو سرغړونه وشي چې دغه هېواد د خپل بهرنۍ تګلارې په برخه کې له اویا کلونو راهیسې منلي او عملي کړي دي.

لیکواله وايي له ۲۰۰۱ کال را په دېخوا افغان مېرمنو په تعلیم، سیاست، سوداګرۍ او نورو برخو کې ډېر پرمختګونه کړي، خو امریکا په افغانستان کې خپل حضور محدودوي نو د مېرمنو دا لاسته راوړنې ګواښي.

سعودۍ ورځپاڼې "ارب نیوز" لیکلي په جدې ښار کې د افغان سولې د غونډې په تړاو د افغان طالبانو د مشرانو ترمنځ سلا مشورې دوام لري. ورځپاڼې د نېټې په اړه لیکلي دا غونډه په راتلونکې جنورۍ میاشت کې کېږي.

"له افغانستانه د امریکايي پوځيانو وتل د امريکا په زیان دي"

ارب نیوز لیکي سعودي عرب ټټر وهلی چې د افغان سولې په برخه کې جدي هڅې کوي چې په افغانستان کې سوله او ټیکاو ټینګ شي او پاچا سلمان له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وروستیو ټیلیفوني خبرو کې دا ډاډ یو ځل بیا څرګند کړ.

"ایران ډیلي" ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې په تېرو څوارلسو میاشتو کې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته شاوخوا یو سل او شل زره ټنه توکي ټرانزیټ شوي دي.

ورځپاڼه لیکي دا چې د چابهار بندر ظرفیت اوس په کال کې اته نیم میلیونه ټنه ته رسېدلي، نو دا به د ا یران له لارې افغانستان ته د هند په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چابهار بندر ظرفیت اوس په کال کې اته نیم میلیونه ټنه ته رسېدلي

دا ورځپاڼه لیکي په پام کې ده چې هند شاوخوا پنځلس میلیون ټنه سوداګریز توکي روسیې او د منځنۍ آسیا نورو هېوادونو ته صادر یا وارد کړي چې یوه زیاته برخه به یې د چابهار بندر له لارې ټرانزیت کیږي.

"سبق" ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د سعودي عرب د دولتي تلویزیون د لومړي چینل مشر " نا مناسبو خپرونو له کبله " له کبله له خپلې دندنې ګوښه شوی.

نور تفصیل نه دی ورکړی شوی خو له دې پریکړه یوه شپه وړاندې پر لومړي چینل د سعودي په العُلا ولایت کې د عربي مشهورې سندرغاړې ماجده رومي کانسرت په ژوندۍ بڼه خپرېده خو ناڅاپه د کنسرت بهیر بند شو او پاتې برخه یې ددې چینل له لارې خپره نه شوه.

د خواله رسنیو کاروونکو د لومړي چینل د مشر له دندې ګوښه کېدلو ته له همدې قضیې سره تړاو ورکړی.

البته په سعودي کې که څه هم د نوې کړنلارې له مخې فرهنګي فعالیتونه زیات شوي او ماجده رومي هم دغه هېواد ته تللې او په لومړي ځل یې کنسرت ورکړی خو لا هم په دغه هېواد کې د مذهبي دلایلو له امله موسیقۍ ته په ښه سترګه نه کتل کیږي او پر دولتي تلویزیوني چینل دا ډول کنسرت ښايي لا هم ډیرو ته د منلو وړ نه وي.

ورته مطالب