نیویارک کې یهودۍ "سخت دریځه" ډله د ماشوم تښتونې په تور نیول شوې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څلورم تورن شوی هارون روسنر د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې (اېف بي ای) د ډېسمبر په ۲۳ د امریکا په بروکلین کې ونیو.

په نیویارک کې د یهودانو د یوې "سخت دریځې" ډلې څلور غړي د یو کوچني ورور او خور په تښتونې تورن شوي دي.

څارنوالانو ویلي، دغه څلور کسان د "لیف طهور" (پاک زړه) ډلې پورې تړلي چې مرکز یې په ګواتیمالا کې دی.

دغه کسان د نیویارک شمالي وودریج له کلي د یوې ۱۴ کلنې نجلۍ او ۱۲ کلن ورور په تښتولو تورن شوي دي.

ددغه ماشومانو مور شپږ اونۍ وړاندې له دغې "سخت دریخې" ډلې تښتېدلې وه او تښتوونکو پتیلې وه چې د نوموړې ماشومان ګواتیمالا ته ورولي.

ویل کیږي د ماشومانو مور د خپلو اولادونو د خوندیتوب اندېښنه درلوده او له دې ډلې تښتېدلې وه، ځکه دغه ډله د نوموړې پلار جوړه کړې وه او د هغې د ورور تر مشرۍ لاندې لا ډېره "سخت دریځه" شوې وه.

د رپوټونو له مخې ددې ډلې تګلاره داده چې ښځې دې باید له سر نه تر پښو پورې تور حجاب واغوندي.

امریکا ته دوو توپانونو ۳۲ میلیارد ډالره تاوان اړولی

"دفاعي سیستم د روسیې د نوي توغندي مخه نشي نیولی"

تر امریکا وروسته افغانان باید پر چا حساب وکړي؟

دغه څلور کسان چې د ۲۰ او ۴۵ کلونو ترمنځ یې عمرونه دي، ددغه کسانو په تښتولو تورن دي. دوی اختطاف شوي کسان د ډېسمبر په ۸مه د پنسلوانیا سکرنټن ښار ته نژدې یو کوچني هوايي ډګر او له هغه ځایه یې مکسیکو ته لېږدولي وو.

درې تورن کسان ناچمن هېلبرانس، ماېر روسنر او یعقوب روسنر تېره جمعه له مکسیکو شړل شوي وو او بیا امریکا ته په رسېدو نیول شوي دي.

څلورم تورن شوی هارون روسنر د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې (اېف بي ای) د ډېسمبر په ۲۳ د امریکا په بروکلین کې ونیو.

دی تورن دی چې له دغه ډلې سره یې مالي مرسته کوله.

دغه څلور کسان د سړي تښتونې په جرم تورن شوي چې لوړه سزا یې عمر قید دی.