د افغان ولسمشرۍ او درېیو نورو ټاکنو نوې نېټه اعلان شوه

ټاکنې د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چنګاښ پر ۲۹مه نېټه به څلور ټاکنې پر یوه ورځ کېږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو نوی مهال وېش اعلان کړ.کمیسون وايي، د چنګاښ په ۲۹مه به د ولسمشرۍ سره هم مهاله په یوه ورځ د ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره شي. پر همدې ورځ به د غزني ولایت ځنډېلې ولسي جرګې ټاکنې هم وشي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره پخوا د وري (حمل) په ۳۱مه نېټه ټاکل شوې وه، خو د ټاکنو کمیسیون دا ټاکنې اوس درې میاشتې وځنډولې.

د دې ځنډ لامل یادو ټاکنو ته د کمیسیون د دارالانشا نه چمتوالی په ګوته شوی دی.

بل لور ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري ویلي، حکومت غوښتل چې ټاکنې پرهماغه پخوانۍ اعلان شوې نېټه ترسره شي، خو د ټاکنو کمیسون یوه خپلواکه اداره ده او حکومت د دوی دلایلو ته په پام سره د د ټاکنو د ځنډولو پرېکړه مني.

ښاغلی چخانسوري وایي، حکومت چمتو دی چې په چنګاښ میاشت د ټاکنو لپاره له کمیسیون سره هر ډول همکاري او مرسته وکړي.

د انځور حقوق IEC Afghanistan
Image caption د ټاکنو د ځنډولو لامل د کمیسیون د دارالانشا نه چمتووالی دی

د نوي مهالوېش له مخې به د افغانستان ولسمشریزې، ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې ۶ میاشتې وروسته د چنګاښ (سرطان) په ۲۹مه ترسره شي.

د ټاکنو کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد یکشنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، له بېلابېلو ادارو سره تر خبرو اترو وروسته یې پریکړه کړې چې ټاکنې باید وځنډیږي

"له د دوه اونیو راپدیخوا مختلفو جهتونو سره مو خبرې اترې کړي، بېلې ستونزې لرو او نه شو کولای چې ټاکنې پروخت ترسره کړو. له ټولو اړخونو سره تر بحثونو وروسته مو پریکړه وکړه چې ټاکنې وځنډوو."

ښاغلی صیاد زیاتوي چې په ژمي کې تدارکات او د نوماندانو کمپاینونه سم نه شي ترسره کېدای.

نوموړی وايي، حکومت د ټاکنو له کمیسیونه بیا بیا غوښتنه کړې چې د اقتصادي، امنیتي او نورو ستونزو له امله دې څلور واړه ټاکنې یوځای ترسره کړي. د ده په خبره همدې ټکو ته په پام د ولسمشرۍ ټاکنې ځنډېدلي.

له دې وړاندې د ټاکنو کمیسیون یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي وو چې د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو د نوم ثبتونې ورو بهیر او په یو شمېر سیمو کې سړه هوا د دې ټاکنو د ځنډېدو یو لامل دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغان ولسمشرۍ ټاکنې چې باید د وري (حمل) په ۳۱مه ترسره شوې وای، د ټاکنو کمیسیو درې میاشتې وځنډولې.

دغه سرچینې ویلي، تر اوسه ۶۱ کسانو ولسمشرۍ ته د نوماندۍ لپاره معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړي، خو هېڅ یو یې په دې نه دی توانیدلی چې شرایط پوره کړي. په دې معنی چې د دوی مرستیالان نه دي معلوم شوي او د ضمانت په توګه یې یو میلیون افغانۍ هم بانک ته نه دي ور کړې.

بل لور ته د ټاکنو کمیسیون د یکشنبې خبري ناسته کې د پکتیا ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې هم اعلان کړې. له دې ولایته محمد نواب منګل، یار باز خان حمیدي، محمد ابراهیم غښتلی، سید حسن ګردېزی او راضیه سعادت راتلونکې ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.

ورته مطالب