د ۲۰۱۸ کال اغېزناک انځورونه

انځورونو برابروونکې کمپنۍ ګېټي ایمېجز د ۲۰۱۸ کال اغېزناک انځورونه غوره کړي دي

A young man in a Yemen conflict zone crouches whilst holding a gun

د عکس سرچینه، Andrew Renneisen / Getty Images

د عکس تشریح،

دا ماشوم د لېسې زدکوونکی دی، خو حالت یې له انځور ښکاري. د یمن دی، چې جګړې سخت تبا کړی دی.

د عکس سرچینه، Sean Gallup / Getty Images

د عکس تشریح،

برتانیا له اروپايي ټولنې وتلو ته تیارېږي، دا انځور یې یو ډول استعاره ده. برتانوۍ لومړۍ وزیره له نورو اروپايي مشرانو یوازې ښکاري.

د عکس سرچینه، John Moore / Getty Images

د عکس تشریح،

د امریکا او مکسیکو پر پوله د یوې ښځې د موندلو هڅه کېږي، دوه کلن بچی یې ژړېږي. له سوېلي امریکا ډېر پنا غوښتونکي د ښه ژوند په هیله متحده ایالتونو ته د تللو هڅه کوي.

د عکس سرچینه، Andreas Rentz / Getty Images

د عکس تشریح،

د کال فلمي جشن د دود له مخې پر سره غالۍ ښځې باید د جګو پوندو بوټان پښو کړي. خو د امریکا یوې هنرمنې او ماډلې کرېسټن سټویروټ دا دود مات کړ او پښې لوځې لاړه.

د عکس سرچینه، Mario Tama / Getty Images

د عکس تشریح،

هوايي کې اورشندی د ورځې دود دی او ور سره عادي ژوند روان وي.

د عکس سرچینه، David Ramos - FIFA / Getty Images

د عکس تشریح،

د فوټبال نړیوال جام کې فرانسې کروویشیا ته ماتې ور کړ او مډال یې په خپل نوم کړ. دې انځور کې د فرانسې لوبغاړي پوګبا له سیالۍ وروسته جایزې سره ولاړ دی.

د عکس سرچینه، Kevin Winter / Getty Images

د عکس تشریح،

لیډي ګاګا د ۲۰۱۸ کال د کریمي ایوارډ مراسمو کې. د عکاس کیو ونټر دا انځور شهکار بلل کېږي.