د 'اسلامي دولت' ۳۰ ماشومان له عراقه روسیې ته ولېږدول شول

قدیروف له بغداده د ماشومانو د وتلو یوه وېډیو خره کړې ده د انځور حقوق MURTAJA LATEEF
Image caption قدیروف له بغداده د ماشومانو د وتلو یوه وېډیو خره کړې ده

له عراق نه روسیې ته هغه ۳۰ ماشومان رسول شوي، چې پر پلرونو یې د ترهګریزو اعمالو او له 'اسلامي دولت' نومې ډلې سره د یوځای کېدو تور و او بندیان شوي وو.

د روسیې د روغتیا وزارت ویلي، دا ټول ماشومان په ښه وضعیت کې دي، خو نورې هر اړخیزې ازموینې به یې هم وشي.

مسکو هیله لري چې تر دوو زرو ډېر ماشومان او ښځې روسیې ته واستوي، دوی خپلو پلرونو او مېړونو سوریې ته ورسره بېولي وو او هلته د "اسلامي دولت" نومې ډلې په لیکو کې جنګېدل.

ځینې میندې له "اسلامي دولت" نومې سخت دریځې ډلې سره پر يوځای کېدو تورنې شوې دي.

ددغو ماشومانو عمرونه د درېیو او لسو کلونو ترمنځ ښودل شوي. باور دی چې پلرونه یې د عراق درېیو کلونو جګړه کې وژل شوي دي.

د چیچنیا ولسمشر رمضان قدیروف پر خپل ټیلیګرام یوه پیغام کې ویلي: "د روسیې د بېړنیو چارو وزارت یوه الوتکه راښکته شوه"، چې په وینا یې د مسکو په زاکوویڅکي هوايي ډګر کښېناسته.

د داعش جرمنۍ غړې نجلۍ'له تندې وژلې'

پښېمانه داعشي نجلۍ بېرته جرمني ته ستنېدل غواړي

"اسلامي دولت": ایزیدي ښځې د جنسي مريي توب کړاوونه بیانوي

لوېدیځې ښځې ولې "اسلامي دولت" ډلې سره یوځای کیږي؟

قدیروف وايي، ددغو ماشومانو لېږل "ښکاره ثبوت دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په سوریه او عراق کې د ماشومانو او ښځو د ژغورلو لپاره پرېکنده هوډ لري".

دی وايي: "که دوی خپل وطن ته ستانه کړل شوي نه وای، نو د نورو هېوادونو د استخباراتو هدف به ګرځول شوي وای".

قدیروف پر "ویکونټاکټ" روسۍ شبکې یوه وېډیو خپره کړې ده چې له بغداده د ماشومانو وتل پکې انځور شوي، دی وايي ۲۴ یې د داغستان او درې نور د چیچنیا دي.

زرګونه روسان له اسلامي دولت سره په هغو سیمو کې یوځای شوي چې دوی پکې د خلافت اعلان کړی و.

له تېر کال راهیسې، شاوخوا سل ښځې او ماشومان- چې ډېری یې د قفقاز مسلمان مېشتو سیمو دي - روسیې ته د قدیروف د یوه پروګرام له مخې ستانه شوي.

خو په تېره نومبر میاشت کې د چیچنیا یوې فعالې خیدا ساراتوفا پر روسي امنیتي سازمان تور ولګاوه چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې د کونډې او ماشومانو د ستنولو د هڅو مخه نیسي.

له هماغه وخته ساراتوفا، چې د قدیروف د بشري حقونو د جرګې غړې هم ده، ویلي چې "زموږ د جرګې له مخې، په سوریه او عراق کې تر دوو زرو ډېرې ښځې او ماشومان شته."

ورته مطالب