د 'سرو زرو سړی' بېرته خاورو ته سپارل کېږي

د سرو زرو سړی د انځور حقوق KAZAKH TV
Image caption د سرو زرو سړي په اړه باور داسې دی چې د سکوتي کوچیانو یو مخور و

قزاقستان کې به د سږ کال وروستیو کې د هغه لرغوني زمانې جنګیالي هډونه په 'ټایم کیپسول ' کې بېرته خاورو ته وسپارل شي، چې په سرو زرو کې نغښتي موندل شوي وو.

د قزاق ټلویزیون رپوټ کې ویل شوي هیله دا ده چې راتلونکي نسلونه به د دغه سمبولیک جنګیالي په اړه ډېر معلومات ومومي.

لرغونپوهانو دغه مړی ۱۹۶۹ کال کې له خورا ګران بیه څېزونو سره د سرو زرو په یوه زغره کې نغښتی موندلی و. د هېواد په سویل کې د ایسیک له تاریخي غونډۍ موندل شوي دغه مړي ته د 'سرو زرو سړي ' نوم ورکړل شوی و.

د انځور حقوق KHAZAKH TV
Image caption د سرو زرو سړي هډونه د عکسونو لپاره استعمالېدونکي کاغذ په کارتن کې ساتل شوي وو.

۱۹۹۱ کال کې د هېواد له خپلواکۍ وروسته دا د قزاقستان د ورثې سمبول وبلل شو، زرینه زغره یې د استانې په موزیم کې نندارې ته کېښودل شوه او د نړۍ لر او بر کې د قزاقستان کلتور په استازیتوب وګرځول شوه.

خو له مړي سره موندل شویو توکو ته له دومره ډېرې پاملرنې سره هم خپله د مړي په هکله ډېر معلومات و نه موندل شول.

ښايي وجه یې دا وي چې لرغونپوهان له دغه مړي سره موندل شویو توکو دومره حیران کړي وو، چې له یوه مخه یې خپله مړي ته ډېر پام ونوښت.

د سرو زرو سړي هډونه ایله دا وروستیو کې د عدلي طب یوه لابراتوار کې په یوه کاغذي کارتن کې وموندل شول، چې پرې لیکل شوي وو 'د سرو زرو سړی، روح یې ښاد '.

یوه څېړونکي دوسیم ذکریا قزاق ټلویزیون ته وویل:

''موږ ته د هغه عمر او ټولنیز حیثیت معلوم دی، خو ډي این اي معاینات به یې په اړه هر اړخیز معلومات راکړي. ''

د ایسیک موزیم ارمیک ژبزیاییف بیا دغې څېړنې ته ډېر هیله من نه ښکاري. هغه وايي:

''د هډونو حال ښه نه دی. له ۵۰ کلونو راهیسې د هر ډول بیکټریا او نویو زړو ویروسونو پر وړاندې په یوه کاغذي کارتن کې پراته وو. اوس به ګرانه وي، چې د ککرۍ او یوه غاښ پرته بشپړ ډي این اي معاینات ومومو. ''

Image caption د سرو زرو سړي مجسمې د قزاقستان کلتوري میراث برخه بلل کېږي

ساینسپوهان وايي اوس یوازینۍ هیله دا ده چې د دغه پخوا مړه شوي جنګیالي هډونه په یوه ټایم کیپسول کې خوندي شي او له نورې خرابۍ وژغورل شي، چې ښايي د راتلونکي وخت کارپوهان یې د لا پرمختللې تکنالوژۍ پر مټ بشپړ معلومات ومومي.

د قزاق ټلویزیون رپوټ کې ویل شوي، د سرو زرو سړي هډونه به کپسول کې له پخوانیو شاهي دودونو سره سم خاورو ته وسپارل شي.

لرغونپوهان باوري دي چې د دغه مړي تاریخ لږ تر لږه دویمې یا دریمې بي سي اي پېړۍ ته رسېږي چې سویل ختیځ قزاقستان د ساکا خلکو مېشت ځای و او داسې باور کېږي چې دغه خلک د سکوتي یا اسکوتي کوچي قبایلو یوه برخه وو.

دوی په تدریجي ډول د ترک قبچاق قبیلو له لوري بې ځایه شوي وو، خو اوسني قزاقستان زرین سړی په زړه پورې نیولی دی.

د انځور حقوق KHAZAKH TV
Image caption د سرو زرو سړي هډونه به سږ کال بېرته خاورو ته وسپارل شي

د سر زرو سړي مجسمې او یادګارونه د هېواد لر او بر کې د ازادۍ له څلیو نیولې تر یادګاري سکو پورې او له استانې نیولې تر اقتصادي پلازمېنې الماتې پورې هر ځای لیدل کېږي.

د سرو زرو سړي کیسې د بي بي سي پام هم ځانته کړ او ۲۰۱۷ کال کې پرې تاریخ پوه بیتاني هوګیس یو مستند وړاندې کړ.

خو په زړه پورې به دا وي که د راتلونکي ډي این اي معایناتو کې ثابته شي چې د سرو زرو سړی اصلاً د سرو زرو ښځه ده او ځینې لرغونپوهان دا ځکه نه ردوي چې دوی د هډونو لومړنۍ څېړنې ته اشاره کوي او دغه راز دوی د ایسیک موندونو او هغو سکوتي ښځینه اثارو ورته والی یادوي چې د روسیې سویلي اورال سیمه کې موندل شوي وو.