یو کب په درې میلیون ډالر

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کیوشي کیمورا له زښت ډېر قیمتي کب سره

په جاپان کې د سوشي رسټورانټونو یوه مشر د نوي کال د لیلام په ترڅ کې یو لوی کب په څه باندې درې میلیون ډالر اخیستی دی.

کیوشي کیمورا چې ځان د جاپان 'سوشي پاچا' بولي، ۲۷۸ کیلو لرونکي کب په رانیولو سره ریکارډ مات کړی.

د دا ډول کب نسل د ختمېدو له خطر سره مخامخ دی.

کیوشي کیمورا په ۲۰۱۳ کال په ۱٫۴ میلیون ډالرو یو بل کب هم اخیستی و.

د نوي زیږدیز کال د لومړۍ ورځې پر ګهیځ جاپان کې د کبانو پېروپلور کې د سوشي رسټورانټونو ټولګه په عمده ډول کبان رانیسي او ډېرې پیسې لګوي.

ښاغلي کیمورا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: ''ښه کب مو واخیست.''

هغه کب چې د بیا زېږېدو وړتیا لري

د کینیا لوبغاړی؛ د مرتان نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړ

نهه زره کیلومتره لامبو سره ریکارډ جوړول

هغه خبریالانو ته وویل، دا کب ډېر خوږ او تازه ښکاري.

د سوشي پاچا ویلي اټکل یې دا و چې ددغه کب مقابل کې به ډېره لوړه بیه ورکړي، خو ''د دغه کب بیه تر اټکل شوې بیې ډېره وه، خو هیله مې دا ده چې زموږ مشتریان دا ښکلی کب په مزه وخوري''.

د انځور حقوق EPA
Image caption روپرټ پوښتي: ''په یوه عادي ورځ په دې اندازه یو کب په ۶۰ زره ډالرو پلورل کېږي. د نن ریکارډ تر ډېره د باور جوړولو له کبله و."

په توکیو کې د بي بي سي خبریال روپرټ وینګفیلډ هیز وايي، کب له دې کبله ډېر قیمته وپلورل شو، چې یو خو یې نسل د ورکېدو له خطر سره مخامخېدونکی دی او بل دا چې کوم رسټورانټ دا کب ولري، ډېر اعتباري ګڼل کېږي.

روپرټ پوښتي: ''په یوه عادي ورځ په دې اندازه یو کب په ۶۰ زره ډالرو پلورل کېږي. د نن ریکارډ تر ډېره د باور جوړولو له کبله و."

دی وايي: "په ۲۰۱۸ کال د جاپان په اوبو کې د دغه ډول کب ښکار پاموړ راټیټ شوی او د تېر کال له دویمې نیمايي راوروسته یې بیه د توکیو په بازار کې ۴۰ سلنه لوړه شوې ده."

د انځور حقوق AFP
Image caption د توکیو والۍ یوریکو کویتي په توکیو کې د نوي کال دې مېلې ته ورغلې وه

د جاپان سوشي رسټورانټونو د ټولګې مشر کیوشي کیمورا په تېرو اوو کلونو کې د توکیو د بازار د لیلام لومړی اخیستونکی کس دی.

د هغه پېر او پلور ته د جاپان په رسنیو کې ډېر پوښښ ورکول کېږي.

ورته مطالب