عمران خان ولې د عربي اماراتو د شهزاده موټروان شو؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عمران خان يې د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغلی و او د لومړي وزیر تر دفتره يې موټر پخپله وچلاوه

د ابو ظبۍ وليعهد شیخ محمد بن زاید ال نهيان د یکشنبې پر ورځ اسلام اباد ته تللی و او د پاکستان د لومړي وزير عمران خان په ګډون يې له يو شمېر چارواکو سره ليدلي دي.

عمران خان يې د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغلی و او د لومړي وزیر تر دفتره يې موټر پخپله وچلاوه.

د عمران خان دې کړنې پاکستان کې پر خواله رسنيو بېلابېل غبرګونونه درلودل. ګڼو کسانو پر ده نيوکه کړې او وايي چې دپيلوماتيک اصول يې تر پښو لاندې کړي، خو بله خوا بيا ځينو خلکو د ده دغه کار ستايلی او وايي په درناوي يې د خپل مېلمه هرکلی او کوربتوب کړی دی.

د فريحه منير په نامه د ټوېټر يوې کارنې ويلي: "زه کلک احتجاج کوم، په کومه بڼه چې عمران خان د اماراتو د وليعهد هرکلی کړی، دی يوازې شهزاده دی. دی د دومره عزت وړ نه و. دا زموږ د هېواد بې عزتي ده. مهرباني وکړئ ځينې خلک د پي ټي ای خلکو ته دپيلوماتيک اصول ور زده کړئ".

د نويد حسين شاه په نامه يوه بل کس د عمران خان د موټر چلولو لايسنس په اړه پوښتنه کړې. دی وايي، "که لومړی وزير لايسنس نه لري بايد له دندې لېرې شي او نواز شريف يې پر ځای د پاکستان لومړی وزير شي".

بله خوا يو شمېر کسانو د پاکستان د لومړي وزير د دغه کار هرکلی کړی او ستايلی یې دی. په دوی کې پاکستانی ليکوال او خبریال افتاب اقبال هم شامل دی.

د ټوېټر يوه کاروونکې ډاکتر عابيه خان وايي، د لومړي وزير عمران خان چې څه په وس پوره دي د خپلو خلکو لپاره يې کوي. نوموړې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:

"زه يقيني يم چې دی پاکستان له تيارو ايستلی شي".

د پاکستان د لومړي وزير د دفتر په خبرپانه کې ویل شوي چې د شيخ محمد زاید او عمران خان تر منځ ليدنه کې د دواړو هېوادونو، سيمې او افغان سولې بهير په اړه هم خبرې وشوې.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د متحده عربي اماراتو د درې ميليارده ډالرو مرستې مننه وکړه او له پاکستان سره د تېلو او ګازو په برخه کې د پانګونې هرکلی وکړ.

د ابوظبۍ وليعهد له هغه وروسته پاکستان ته سفر کوي چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان دوه ځله متحده عربي اماراتو ته ورغلی و او هڅه يې کوله، چې د هېواد د اقتصادي بحران د له منځه وړلو لپاره ورڅخه مرسته ترلاسه کړي.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت چې د ۲۰۱۸ کال اګست مياشت کې يې کار پيل کړ له اقتصادي بحران سره مخ دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب