ټرمپ: د داعش ډلې تر ختمېدو به سوریه کې پاتې یو

د انځور حقوق Reuters
Image caption نږدې دوه زره امریکايي پوځیان سوریه کې دي.

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګندونې د ده د تېرې میاشتې له حیرانوونکو څرګندونو سره په ټکر کې دي چې ویلې یې وو، ټول امریکايي سرتېري به له سوریې خپل هېواد ته ستنېږي.

تېره میاشت د سوریې په اړه د پرېکړې ترڅنګ ځینو رسنیو رپوټ ورکړ چې د ولسمشرټرمپ اداره له افغانستان هم د نژدې ۷۰۰۰ امریکايي سرتېرو د کمولو پر مسله غور کوي.

وړاندې تر دې چې ډېوېډ پوځي اډه کې له خپلو سلاکارانو سره د خبرو لپاره ولاړ شي، ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل، له سوریې یې د خپلو سرتېرو د وتلو خبره کړې، خو دا نه چې سملاسي به یې باسي.

* ټرمپ په عراق کې: واشنګټن د نړۍ پولیس نه دی

* له سوریې د امریکا وتل؛ مسکو خوشال، واشنګټن اندېښمن

هغه زیاته کړه:"موږ له سوریې وځو. موږ به خپل ځواکونه وباسو... ما هېڅکله نه دي ویلي چې دا کار به دومره ژر وکړو. خو موږ د اسلامي دولت نومې ډلې لویه برخه له منځه وړو".

نوموړي زیاته کړه، کله چې دوه کاله وړاندې ولسمشر وټاکل شو، اسلامي دولت نومې ډله د سوریې او عراق په ټولو برخو کې وه:

"موږ عراق له اسلامي دولت ډلې پاک کړ. موږ له سوریې وځو خو تر هغه په بشپړ ډول نه وځو چې اسلامي دولت نومې ډلې لمن ټوله شوې نه وي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ وايي، تر هغه به سوریه کې وي چې داعش له منځه تللی نه وي.

د ډونلډ ټرمپ له اوسنیو څرګندونو مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار هم ټینګار کړی چې له سوریې به د امریکايي ځواکونو وتل تدریجي وي.

جان بولټن له سوریې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وړاندې د مخشرط په ډول ویلي چې ترکیه باید موافقه وکړي چې د امریکا په ملاتړ د کوردي جنګیالیو ساتنه وکړي.

اسراییلو ته د سفر په ترڅ کې ښاغلي بولټن وویل امریکا نه غواړي ترکیه په سوریه کې اسراییلو سره له همږغۍ پرته پوځي کړنې ترسره کړي.

وروسته یې په یوه غونډه کې د اسراییلو لومړي وزیر بنجامن نتنیاهو ته وویل چې امریکا پوهېږي له سوریې د وتلو پرېکړه یې ملګرو ته څه اهمیت لري:

"ستاسې له پولې سره په سوریه کې د ناورین له ستونزې سره مخامخ یو... موږ به د وتلو په اړه د امریکا د ولسمشر پر پرېکړه بحث وکړو، خو دا کار چې باید د سوریې له شمال ختیځه وشي، داسې ترسره شي چې مطمین شو چې اسلامي دولت نومې ډلې ماتې خوړلې ده او د بیا سر پورته کولو توان نه لري چې یو ځل بیا ګواښ وګرځي. همدارنګه د اسراییلو او په سیمه کې زموږ د نورو ملګرو د دفاع له اړخه مو زړه ټول وي".

ټاکلې ده ښاغلی بولټن اسراییلو ته تر سفر وروسته ترکیې ته ولاړ شي چې له ترکي چارواکو سره پر روانو بدلونونو خبرې وکړي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنجامن نتنیاهو ویلي له ښاغلي بولټن سره به په سوریه کې د ایران پر رول خبرې وکړي.

د سوریې په اړه پرېکړې د دغه هېواد په شمال کې هغه کردي ځواکونه پرېشانه کړي دي چې د امریکا په ملاتړ جنګېږي، ځکه ترکیه دا کوردي ملیشې ترهګرې بولې او پر ضد یې د پوځی عملیاتو خبرداری هم ورکړی و.

خو د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند د ښاغلي بولتن څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، دا ادعا چې ترکیه کوردان په نښه کوي معقولې نه دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption جان بولټن سوریه کې د امریکايي ځواکونو په تړوا د جنورۍ پر ۷ له ترک چارواکو سره هم خبرې لري.

له سوریې د خپلو پوځیانو د اېستلو د پرېکړې له کبله پر ولسمشر ټرمپ سختې نیوکې شوې وې.

ولسمشر ټرمپ دا هم ویلي وو چې داعش ډلې ماته خوړلې ده. هغه مهال امریکایي چارواکو ویلي وو، په سوریه کې امریکایي پوځیانو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړل شوی چې له دې هېواد ووځي.

له افغانستان هم د سرتېرو د کمولو خبر افغان چارواکي او نړیوال څارونکي حیران کړل.

پرون د پاکستان "ډان" ورځپاڼې لیکلي ول چې امریکا غواړي له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي، خو واشنګټن د افغانستان له ګاونډیانو غواړي چې په دغه هېواد کې د سولې او ثبات په برخه کې د امریکا ځای ډک کړي.

په افغانستان او سوریه کې د امریکايي ځواکونو د شتون پلوی سناتور لېنزي ګراهم وايي، له دغو هېوادونو د خپلو ځواکونو د وتلو پر اړتیا پوهېږي، خو زیاتوي چې دا وتل به تدریجي او په کرارې وي.

ورته مطالب