سعودۍ مېرمن رهف القنون له هوټله وتلې ده

  • 7 جنوري 2019 - 17 مرغومی 1397
رهف
Image caption رهف ویلي نه غواړي خپل هېواد سعودي عربستان ته ستنه شي

اتلس کلنه سعودۍ، رهف محمد القنون چې له اسلامه د اوښتو تور پرې لګېدلی، د بنکاک هوايي ډګر کې له هوټله وتلې ده. نوموړې هلته په يوه کوټه کې ځان بند کړی و.

د تايلنډ د کډوالۍ ادارې چارواکي وايي، رهف محمد القنون د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې تر "پاملرنې لاندې" له هوټله تللې ده.

وړاندې د تايلنډ د کډوالۍ يوه لوړ پوړ چارواکي ويلي وو، چې رهف محمد القنون ژوند ته د ګواښ له امله له هېواده نه ايستل کېږی.

رهف چې غوښتل یې له خپلې کورنۍ وتښتي، خو پر دوشنبې باید بېرته کویت ته ستنه شوې وای. خو هغې ځان د هوټل په هغه خونه کې مټه (بند) کړ، چې چارواکو پکې تر الوتنې پورې ساتلې وه.

اغلې محمد القنون په رخصتۍ له خپلې کورنۍ سره کویت ته تللې وه او دوه ورځې مخکې بنکاک ته ولاړه.

دې غوښتل د بنکاک له لارې په الوتنه کې استرالیا ته ځان ورسوي.

په یوه خونه کې د هغې یو خپور شوی انځور ښيي چې چارواکو غوښتل هغه کویت ته تر الوتنې پورې هلته وساتي.

رهف ته خاله رسنیو کې د هغې ټویټونو او پوستونو د خلکو پام ورواړاوه.

دا وايي، د استرالیا وېزه لري، خو پاسپورټ یې هغه مهال د سعودي دیپلومات له خوا ترې واخیستل شول، چې د بنکاک پر سوانابامي هوايي ډګر د هغې مخې ته ودرېد.

سعودي چارواکي وايي، هغې ته یې پاسپورټ ورکړی، خو ددې لپاره توقیف شوې ده چې د بېرته ستنېدو د الوتنې ټیکټ نه لري.

له اسلامه اوښتل

رهف محمد بي بي سي ته ویلي، له اسلامه اوښتې ده او وېره یې دا ده که سعودي ته په زور واستوله شي نو د خپلې کورنۍ له خوا به ووژل شي.

په بنکاک کې د بي بي سي د دفتر خبریال جانتن هېډ وايي، رهف محمد القنون وېرېدلې او په اندېښنه کې ده.

د منځني ختيځ لپاره د بشري حقونو د څار ډلې مرستیال مشر میچل پېج په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "سعودۍ ښځه چې له خپلې کورنۍ تښتېدلې ده، که بېرته ستنه شي، د خپلې کورنۍ او خپلوانو له خوا به له سخت تاوتریخوالي سره مخامخ شي."

په بنکاک کې د سعودي سفارت ویلي، هغه په هوايي ډګر کې نیول شوې ''ځکه چې د بېرته ستنېدو ټیکټ یې نه درلود'' او په پام کې وه چې پر دوشنبه کویت ته ''چې هلته یې کورنۍ اوسېږي'' ستنه کړل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، سعودي چارواکي پر هوايي ډګر یا کوم بل ځای د هغې د نیول صلاحیت نه لري.

ویل کېږي اوس چارواکي د هغې له کورنۍ سره په اړیکه کې دي.

'کورنۍ ستونزه'

د پولیسو مشر جنرال سوراچت هکپارم بي بي سي ته ویلي، اغلې رهف القنون له کوزدې تښتېدلې ده.

دا چې هغې تایلنډ ته د داخلېدو وېزه نه لرله، پولیسو یې دغه هېواد ته د ننوتلو مخه نیولې او په هماغه الوتنه کې یې د دوشنبې په ګهیځ بېرته کویت ته د ستنولو هوکړه شوې ده.

جنرال سوراچت وايي، دی د رهف د پاسپورټ د ضبطولو په اړه هېڅ خبر نه و.

نوموړي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، دا قضیه پر ''کورنۍ ستونزې'' پورې تړاو لري او دا نوې پېغله شوې نجلۍ د ''بېرته ستنېدو ټیکټ او پیسو په څېر نور اسناد نه لري''.

د انځور حقوق Twitter/Rahaf Mohammed
Image caption رهف محمد القنون پرون خپل دا انځور پر ټویټر خپور کړی و

رهف محمد د بي بي سي ''نیوز اور'' ته ویلي، د ترانزیټ سیمې هوټل په یوه خونه کې ده.

دا وايي: ''پر خواله رسنیو ما خپل انځور او کیسه شریکه کړه او زما پلار په دې کار سخت په غوسه شوی دی... زه په خپل هېواد کې زدکړه او کار نه شم کولی، نو غواړم د خپلې خوښې مطابق ازاده زدکړه او کار وکړم.''

له نړۍ نه د پنا غوښتل

اغلې محمد القنون پر خپل ټویټر لیکلي، هوډ یې وکړ چې خپل نوم او نور جزییات شریک کړي، ځکه اوس د ''بایللو لپاره هېڅ شی هم نه لري''.

هغې په ګرده نړۍ کې له حکومتونو څخه د پنا غوښتنه کړې ده.

دوه کاله وړاندې یوې بلې سعودۍ ښځې استرالیا کې د پنا اخیستو هڅه کړې وه، خو په فیلیپین کې بنده پاتې شوه او سعودي ته ستنه کړل شوه.

۲۴ کلنې دینا علي لسلوم له کویته فیلیپین ته پر لار وه، خو د مانیلا له هوايي ډګره یې کورنۍ بېرته سعودي عربستان ته ستنه کړه.

هغې د کاناډا په توریستي ټیلېفون پیغام او وېډیو پر خپل ټویټر خپاره کړل، چې ګني کورنۍ به یې ووژني.

سعودي عربستان ته تر ستنولو وروسته د دینا برخلیک لاهم ناڅرګند دی.

ورته مطالب