'خواله رسنیو د 'واورین هلک' ژوند بدل کړ'

واورین هلک د انځور حقوق PEOPLE'S DAILY

چین کې د یوه ماشوم زده کونکي زړه بوږنوونکي تصویر دغه هېواد کې د بیوزلۍ په تړاو بحثونه راپورته کړي. اته کلن وانګ تېر کال یون نان ایالت کې داسې حال کې ټولګي ته ننوت چې د سر وېښتو پورې یې واورین بڅرکي نښتي وو او کوچني لاسونه یې یخنۍ پړسولي وو.

د وانګ ښوونکي د هغه تصویر اخیستی و او پر خواله رسنیو یې د 'واورین هلک ' له سرلیک سره خپور کړ.

وانګ چې پروسږکال اته کلن و، هره ورځ په سخت ژمي کې له نژدې څلور نیم کیلومتره پلي مزل وروسته ښوونځي ته رسېده.

په داسې سختو شریطو کې له ښوونځي سره د وانګ مینې او لیک لوست کې د هغه تکړوالي له هغه سره د خواله رسنیو کاروونکو خواخوږي ډېره کړه.

مجددي: نزاکتاً د چین سفارت کې اکروباتیکو حرکاتو ته کښېناستو

چینايۍ پېغلې ولې عامر خان حیران کړ؟

اوس د پیپلز ډیلي ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، تېرو ۱۲ میاشتو کې د وانګ لپاره لوی بدلون راغلی او دی نور په واورو کې تر ښوونځي پورې پلي تګ ته اړتیا نه لري.

وانګ او کورنۍ یې له پخواني خټین کوره یوه دوه پوړیز کور ته تللي، چې ښوونځي ته یې نژدې دی او پلار یې وانګ ګانکیوي وايي:

'اوس مو ژوند ډېر ښه شوی دی، له واورو، بادونو او بارانونو خوندي شوي یو. '

د وانګ ښوونځي حالت هم بدل شوی دی. د ټولګیو تودولو اسانتیا پکې نصب شوې او خوا کې یې د هغو زده کونکو لپاره لیلیه ودانه شوې چې کورونه یې له ښوونځي لېرې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په داسې سختو شریطو کې له ښوونځي سره د وانګ مینې او لیک لوست کې د هغه تکړوالي له هغه سره د خواله رسنیو کاروونکو خواخوږي ډېره کړه

د ښوونځي مرستیال مدیر فیو هینګ له قوله ویل شوي:

'وانګ له تکړه زده کونکو یو دی او له خپلو ټولګیوالو سره یو ځای پرمختګ کوي. دوی ټول راتلونکي ته هیله من دي. '

خو د وانګ ارمان لا هم پر خپل ځای پاتې دی، چې ۲۰۱۸ کال کې یې درلود او هغه دا چې یوه ورځ پولیس افسر شي، چې 'جنایتکار کسان ونیسي. '

چین کې د ټویټر ته ورته ځايي خواله رسنۍ ویبو ۳۰۰۰ کاروونکو ( واورین هلک یو کال تېر شو) له هشټګ سره د وانګ پر موضوع خبرې کړې او د نوموړي سختیو ته یې حل موندنه د ولس لاسته راوړنه بللې. یوه کاروونکي لیکلي:

'د هغه حالت بدلون کې د وېبپاڼې او د کاروونکو احتجاج یې ډېر مهم دی، چې باید له پامه و نه غورځول شي. '

یوه بل کاروونکي چین لي لیکلي:

'د وانګ او کورنۍ حالت کې بدلون خوندور دی، دا د خلکو د همفکرۍ زور او د ځايي حکومتي چارواکو او بې شمېره مرستندویه خلکو د ګډو هڅو پایله ده. '

یوه بل کس وایي، ښه حکومتولي به د نورو کنګل شویو ماشومانو له سرونو کنګل ویلي کړي او ماشومان به لا ځواکمن کړي.

چینايي ولسمشر شي ژنپین د نوي کال په مناسبت وینا کې وویل، په کلیوالو سیمو کې د بیوزلي کمول د حکومت د توجه مرکز و.

ولسمشر شي وايي، د ۱۲۵ نېستمنو سیمو ۱۰ میلیونه اوسېدونکي له بیوزلې له ټیټې کچې راپورته شوي دي.

بل لور ته د خواله رسنیو کاروونکي وايي، اوس هم ډېر څه داسې دي چې باید وشي او په فساد کې د ککړو چارواکو پوښتنې ګروېږنې په دې لړ کې ډېره مرسته کولای شي. یوه کاروونکي لیکلي:

'که په فساد کې لاس لرونکي چارواکي ونیسئ، له بیوزلو سره به مو لا ډېره مرسته کړې وي. '

اړونده مطالب

ورته مطالب