له هوا د سوریې جګړې څارنه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له هوا د سوریې جګړې څارنه

کوردي ځواکونه په سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې وروستی لوی مرکز- هجین - چې د هېواد په ختیځ کې پروت دی ترې نیسي. اوس یوازې یوه وړه ټوټه د داعش په لاس کې ده. دا دې اورپکو پر ضد د څلور کلنې جګړې نتیجه ده. په دې جګړه کې د ناټو څارګرو الوتکو ډېره مرسته کړې ده. د بي بي سي خبریال مارک لېون ته کمسارې اجازه ورکړل شوې وه چې د ترکیې له قونیې د ناټو په دې فعالو الوتکو کې دا جګړه وګوري.

اړونده مطالب