"د پلار نافرمانۍ" سعودیانې تر زندانه رسولې

سمر بدوي (منځ کې) ته د زړورې ښځې جایزه ورکړل شوې ده د انځور حقوق AFP
Image caption سمر بدوي (منځ کې) ته د زړورې ښځې جایزه ورکړل شوې ده

په ګرده نړۍ کې له سعودي مېرمنو د موټرچلولو بندیز وستایل شو، خو لاهم په دې هېواد کې پر ښځو ډېر بندیزونه او محدودیتونه شته، چې تر ټولو لوی یې نرواکي ګڼل کېږي.

د ښځې د اساسي پرېکړو په اړه باید مېړه، پلار او یا د ښځې ورور موافقه وکړي.

سعودیانې باید بهر ته د سفر کولو او بهر کې د زدکړو په موخه پاسپورټ ترلاسه کړي.

مصرۍ خبریاله منی الطحاوي وايي: "نرواکي له زیږون تر مرګه د ښځې پر ژوند اغېز کوي."

په ۲۰۰۰ کال کې سعودي د ښځو پروړاندې د جندرپالنې ختمولو یو نړیوال تړون لاسلیک کړ، چې هغه مهال سعودي ویلي وو، اسلامي شریعت د سړي او ښځې ترمنځ د برابرښت ضمانت کوي.

کارپوهان په دې اند دي چې په اقتصادي او ټولنیز ژوند کې د ښځې د ګډون پروړاندې نرواکۍ د ښځو د پرمختګ مخه نیولې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان په ۲۰۱۶ کال کې ویلي وو، سعودي عربستان سعودي په ګڼو برخو کې د نرواکۍ سیاست مخته وړي، هغه ښځې چې سرغړونه کوي، د نظام له خوا محدودیت پرې لګول کېږي او یا ان زنداني کېږي.

سعودیانې به اوس د پیغام لارې په خپل 'طلاق' خبرېږي

'سعودیانې د لبناني سندرغاړي غېږ کې'

سعودي کې ښځې کوم کارونه نه شي کولای؟

په ۲۰۰۸ کال فعاله سمر بدوي له خپلې کورنۍ وتښتېده چې ویل پلار یې وهله ډبوله، همدا وه چې یوه پالنځي ته یې پنا یووړه.

له دې کبله یې د خپل پلار له نرواکۍ نه د خلاصون په موخه محکمه کې دعوه پرانیسته، پلار د هغې پرضد ادعا وکړه چې ګني د پلار نافرماني کوي، همدا وو چې د سمر بدوي په حق کې د زنداني کېدو حکم وشو.

تر شپږ میاشتې بند وروسته د ښځو د حقونو فعالانو او ملاتړو له چیغو وروسته حکومت دا حکم لغوه کړ.

په ۲۰۰۷ کال کې فعالې مریم العتیبي له دې کبله درې میاشتې زنداني شوه، چې پلار یې پرضد دعوه وکړه چې ګني د هغه نافرماني کوي.

مریم له خپل کوره له دې کبله تښتېدلې وه، چې ګني پر خواله رسنیو یې د نرواکۍ پرضد فعالیت کاوه او د خپل پلار او ورور له خوا ځځېردل کېده.

له زندانه د خوشي کېدو پر حکم یې پلار ناراضه و.

له اجباري واده تېښته

د انځور حقوق Reuters
Image caption پاچا سلمان یوفرمان صادر کړ چې په برکت یې ښځو ته د حکومتي خدمت برخه کې اجازه ورکړل شوه، هغه هم په دې شرط چې د خپل ولي موافقې ته اړتیا نه لري.

ځینې وخت بیا بهرنیو هېوادونو ته د تېتښتې له کبله سعودیانې بندیانې شوې. په ۲۰۱۷ کال دینا علي له دې کبله سعودي ته بېرته ستنه کړل شوه، چې له اجباري واده یې ځان غړولی و.

هغې غوښتل د فیلیپین د مانیلا له هوايي ډګره استرالیا ته ولاړه شي، خو بخت یاري ورسره ونه کړه.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، وو، دینا سعودي ته تر ستنېدو وروسته په پالنځي کې بندي کړل شوې وه، خو لایې هم برخلیک مالوم نه دی چې ایا خپلې کورنۍ ته ستنه شوې او که نه.

له ډېر وخت راهیسې په سعودي عربستان کې د نرواکۍ پروړاندې سعودي ملاتړې مبارزه کوي. په ۲۰۱۶ کال سعودي فعالانو د ۱۴ ښځو هغه لاسلیک شوې عریضه پاچا ته وړاندې کړه چې په پراخه کچه یې د نرواکۍ لغوه کولو غوښتنه کوله او پر خواله رسنیو یې د "سعودیانې د نرواکۍ لغوه کول غواړي" هشټګ لاس په لاس کاوه.

ایوانکا ټرمپ: سعودي کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه تاریخي ده

د سعودي میلیاردر طلاقې ښځې ۱۰۰ میلیون ډالر وګټل

سعودي ښځې وهونکي ته ۵۰ زره ریاله جریمه ټاکلې

د سعودي مفتي عبدالعزیز آل شیخ دا عریضه "د اسلامي دین پرضد جرم او د سعودي ټولنې د بنسټ ګواښل" ګڼلي وو، پنځه میاشتې وروسته پاچا سلمان یوفرمان صادر کړ چې په برکت یې ښځو ته د حکومتي خدمت برخه کې اجازه ورکړل شوه، هغه هم په دې شرط چې د خپل ولي موافقې ته اړتیا نه لري.

په ۲۰۱۷ کال سعودي ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شوه او د ښځو او سړو ترمنځ د برابرښت ملاتړو یې ټینګ ملاتړ او هرکلی وکړ.

"خاینې فعالانې"

د انځور حقوق Twitter
Image caption مریم العتیبي له خپلې کورنۍ له دې کبله تښتېدلې چې پلار او ورور یې ځوروله

ددغه فرمان له پلي کېدو څو اونۍ مخکې سعودي چارواکو په مې میاشت کې د ښځو د حقونو د ملاتړو او فعالانو د نیولو لړۍ پیل کړه او تر لسو ډېرې فعالانې یې ونیولې.

په دغو فعالانو کې - چې سړي هم پکې وو، سمر بدوي هم وه.

پر ځینو یې له بهرنیو کړیو سره د اړیکو لرلو په څېر خطرناک تورونه هم ولګول شول، چې دې کار د اوږد مهال لپاره د زندان تیارو ته ورټېل وهلې، همدا وو چې د سعودي حکومتي رسنیو دغه فعالانې "خاینې" وبللې.

له اسلامه منکره سعودۍ بنکاک کې بنده پاتې ده

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
له پرله پسې هلو ځلو پايله کې به د سعودي عربستان ښځې اوس ګاډي چلولی شي.

ورته مطالب