ټرمپ د افغانستان په تړاو د سیګار رپوټونو د نه خپرېدو غوښتنه وکړه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ وايي، نور نه غواړي چې دوښمن یې دا رپوټونه ولولي.

امريکايۍ مجلې "مادر جونز" ليکلي ولسمشر ټرمپ دفاع وزارت ته د هغو رپوټونو د نه خپرېدا لارښوونه کړې افغانستان کې د بيا رغونې پر چارو سختې نيوکې کوي.

ولسمشر ټرمپ د کابينې په يوه غونډه کې چې پر ټلويزيون خپرېده ويلي هغه مالومات چې د افغانستان د بيارغونې د څار ځانگړې اداره "سيگار" يې خپروي يو امنيتي خطر کېدى شي.

ولسمشر ټرمپ ويلي غليم دا رپوټونه لولي او دى نه غواړي چې دا بيا تکرار شي.

مجله وايي سيگار په تېرو يوولسو کلونو افغانستان کې د ١٣٠ ميليارد ډالرو د لگښت مديريت څارلى او امريکايي او افغان چارواکي يې د ټگۍ برگۍ او بې ځايه لگښت مسوول بللي دي.

د هند لپاره ستونزه افغانستان نه بلکې پاکستان دى

ایکانومېک ټايمز ورځپاڼې د هند د ملي امنيت پخواني سلاکار شيو شنکر مېنن په وينا ليکلي که هندوستان غواړي چې د يو ستر ځواک په سترگه ورته وکتل شي نو له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو په تړاو بايد اندېښمن نه وي.

ښاغلي مېنن ويلي که تر ټولو بده سناريو پېښېږي، که څه هم زه په دې باور يم، نو هند به يواځې نه اغېزمنېږي.

ورځپاڼې د نوموړي په وينا ليکلي چې هند د افغانستان په تړاو نه بلکې د پاکستان په اړه بايد اندېښمن وي.

ښاغلى مېنن وايي "ايا تاسو کله افغان ترهگر کتلى؟ تاسو پاکستاني ترهگر گورئ نو د هند لپاره ستونزه افغانستان نه بلکې پاکستان دى."

د پاکستان او امریکا ګټې نږدې کېدل

د انځور حقوق Getty Images

اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د پاکستان او امريکا د گټو نژدې کېدو او له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو په حالت کې پاکستان لپاره رادبره کېدونکو ننگونو په تړاو يوه شننه خپره کړې.

ليکوال له امريکا سره په ښو اړيکو ټينگار کوي خو وايي ولسمشر ټرمپ او لومړى وزير عمران خان دواړه پياوړي شخصيتونه دي او ځانپالنه لري نو دا به په زړه پورې وي چې وليدل شي دوى به څنگه سره اړيکي پالي.

ليکوال وايي له پاکستان سره په ښکېلېدو کې د ولسمشر ټرمپ لومړنۍ موخه دا ده چې پاکستان پر طالبانو او حقاني ډلې د سياسي حل منلو لپاره فشار واچوي او له دې لارې له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتنې ته لار هواره کړي.

بله موخه يې دا ده چې پاکستان افغانستان ته تلونکو امريکايي لوجيستيک توکو ته له کوم خنډ پرته د لېږد اجازه ورکړي.

ليکوال وايي له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتل به د پاکستان لپاره بېلابېلې ننگونې رامنځته کړي.

نو اړتيا ده چې پاکستان د کډوالو د بهير مخنيوي لپاره د ډېورند کرښې څار پياوړى او د نه ډاډ وړ حالت د اغېز کمولو لپاره اړين اقدامات وکړي

مطلب ځينو نورو ننگونو ته هم اشاره کوي.

ليکوال وايي که پاکستان له طالبانو سره ډېر ځان نژدې کړي نو دا خطر شته چې د افغانانو لوستى او پرمختللى پوړ او همداراز امريکايان ترې پردي شي.

بل لور ته د ليکوال په باور افغانستان کې د طالبانو برى به پاکستاني طالبان او داعش وهڅوي چې په بلوچستان او قبايلي سيمو کې بريدونه وکړي.

ليکوال وايي له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتل به داسې يو شمېر نورې ننگونې هم پاکستان ته رامنځته کړي.