مینه او عشق څنګه په لیونتوب بدلېږي؟

  • 10 جنوري 2019 - 20 مرغومی 1397
مینه د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا کې یوې ښځې یوه سړي ته پرلپسې ۶۵ زره لیکلي پیغامونه استولي

ښايي بې شمېره داسې فلمي صحنې، شعرونه او سندرې مو اورېدلې یا لیدلې وي، چې په مینه محبت کې د ناکامۍ یا انکار په صورت کې د ځان یا جانان وژنې ګواښونه پکې شوي وي. د دغسې خبرو برسېرن اوریدل ښايي ډېرو ته هسې شاعرانه مبالغه یا فلمي مکالمه ښکاره شي، خو کله نا کله تر یوه حده حقیقت ته هم نژدې کېږي.

ځینې وخت خو ان دغسې په ظاهره بې ضرره کیسې په ناوړه پېښو بدلېږي او خبره ان د ورځپاڼو تر سرلیکونو پورې رسېږي.

دا وروستیو کې د امریکا متحدو ایالتونو کې کټ مټ دغسې یوه پېښه وشوه، چې یوې ښځې یوه سړي ته پرلپسي ۶۵ زره لیکلي پیغامونه واستول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماهرین وايي، د مینې په پلمه ځان یا نورو ته زیان رسول ذهني ناروغي ده

دوی دواړو لومړی ځل د وېبپاڼې له لارې یوه بل سره پېژندلي وو، د ښځې سړی خوښ شوی و، خو کله یې چې هغه د واده واړندیز رد کړ، ښځې ته د ځان سپکاوی پکې ښکاره شو.

له هغه وروسته دغه ښځه د سړي تر کوره ورسېده، پرلپسې یې هغه ته پیغامونه استول او خبره تر پولیسو ورسېده.

پولیسو بالاخره دغه ښځه ونیوله او زنداني یې کړه. د برتیانیا خبري پاڼې 'مېټرو ' رپوټ کې ویل شوي، د پوښتنو ګروېږنو پر مهال دغې ښځې پولیسو ته ویلي:

''د دغه سړي له لیدو وروسته مې فکر کاوه، همنفس مې وموند. ما ګومان نه کاوه، د پیغامونو له کبله به مې دومره خواشینی کېږي. ''

د رواني ناروغیو ماهرین وايي، د دغې ښځې حالت ته په کتو داسې ښکاري چې دا پر یو ډول ذهني ناروغۍ اخته ده، چې 'اوبسېسیو لو ډېس ارډر یا د لیونتوب تر حده د عشق ناروغي ' نوم ورکړل شوی دی.

معمولاً د چا لار نیول، پرلپسې پیغامونه ورته استول، زنګونه ورته وهل، 'سټاکنګ ' بلل کېږي، چې د قانون له مخې جرم دی، خو ماهرین وايي، ځینې وخت د دغې موضوع تر شا لامل همدا اوبسېسیو لو ډېس ارډر وي.

اوبسېسیو لو ډېس ارډر څه شی دی؟

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption امریکا کې یوې ښځې یوه سړي ته پرلپسې ۶۵ زره لیکلي پیغامونه استولي

د امریکا 'هیلت لاین ' نومي روغتیا پاڼې معلومات ښيي چې پر اوبسېسیو لو ډېس ارډر یا او ایل ډي یو ډول رواني حالت دی، چې پرې اخته کسان پر یوه کس خورا ډېره تکیه کوي او فکر کوي، چې مینه ورسره کوي.

دغه کسان فکر کوي چې مقابل لوری هم باید ورسره همدومره مینه وکړي او کله چې هغه کس ورسره هغومره لېوالتیا نه ښيي، دوی یې ذهناً نه مني، بلکې دوی غواړی هغه کس او احساسات یې کنټرول کړي.

د اوبسېسیو لو ډېس ارډر علامات څه ډول دي؟

  • فکر ته پرلپسې د هغه کس راتګ، چې هېڅ کنټرول پرې نه وي.
  • د بل انسان او د هغه د فکر کنټرولولو هیله.
  • د هغه انسان د انکار نه منل.
  • له نورو سره د هغه په اړه خبرې او یادولو ته یې پلمې لټول.
  • د هغه له کبله د نورو خپلو خپلوانو هېرول.
  • بیا بیا ورته پیغامونه لېږل، لاره یې نیول، له شا ورپسې تلل یا یې پر خواله رسنیو 'تنګول. '
  • له هرې لارې کوښښ کول چې خپله خبره پرې ومنل شي.

د ذهني ناروغیو ماهره نیتو رانا وايي، معمولاُ پورتنۍ علامې په هغو کسانو کې لیدل کېږي، چې رښتیا 'عشق ' کوي، خو که دغسې احساسات له کچې تېرېږي، ښايي دغه کسان پر اوبسېسیو لو ډېس ارډر اخته وي.

اوبسېسیو لو ډس ارډر ولې رامنځته کېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوبسېسیو لو ډېس ارډر یو ډول ذهني کیفیت بلل کېږي

د ذهني ناروغیو ماهره ډاکټره شیکها وايي، د دې بېلا بېل لامونه دي او کله نا کله له نورو ذهني ناروغیو سره هم تړاو لري. هغه وايي:

''داسې هم کېږي چې له ذهني ناروغیو سره تړلي مسایل د اوبسېسیو لو ډېس ارډر سبب کېږي. ''

اټیچمینټ ډېس ارډر: دغه حالت کې ځینې کسان له نورو سره د خپل احساس په غوټه کولو یا کابو کولو کې ستونزې لري. کله نا کله دوی له نورو ډېر لېرې کېږي او کله بیا ډېر ورته نژدې کېږي او پرې تکیه کوي.

د دې لاملونه د ماشومتوب پر مهال کورني مسایل، ترخې خپلوۍ او یا ناوړه تجربې هم کېدای شي.

بارډر لاین پرسنلټي ډېس ارډر: دې حالت کې خلک پر خپلو احساساتو سم نه پوهېږي او د خپلوۍ لړ کې بې باوري او ډار محسوسوي. احتمالاً دغسې کسان هم پر اوبسېسیو لو ډېس ارډر اخته کېږي.

ایروټومینا: پر دغه حالت اخته انسان فکر کوي، بل څوک ورسره مینه کوي، خو واقعیت داسې نه وي او دې سره هم د اوبسېسیو لو ډېس ارډر رامنځته کېدو احتمال ډېر شي.

د ډاکټرې نیتو رانا په خبره کله نا کله موږ پر اوبسېسیو لو ډېس ارډر د بې کچې مینې او لیونتوب ګومان کوو، خو داسې نه ده.

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption پر یوه کس له کچې تېره تکیه کول د اوبسېسیو لو ډېس ارډر علامت بلل کېږي

ډاکټر رانا وايي، پر اوبسېسیو لو ډېس ارډر اخته کسان نه یوازې ځان ته زیان اړوي، بلکې نور کسان هم له ستونزو سره مخامخ کوي.

د ډاکټر شیکها په خبره نارینه او ښځینه په ورته توګه پر اوبسېسیو لو ډېس ارډر اخته کېدای شي.

څنګه پوه شو چې مرستې ته اړتیا ده؟

د ډاکټر شیکها په خبره کله چې پوه شو، یو کس راباندې ډېر اغېز کوي او له دې کبله ستونزو سره لاس او ګرېوان یو، نو مرستې غوښتلو ته باید زړه نا زړه نه شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماهرین وايي، دغه ذهني حالت پر نارینه او ښځینه یو ډول اغېز کوي(فایل فوټو)

ډاکټر نیتو وايي، که پوه شو، چې د یوه کس له کبله مو خوب، خوراک او یا د ژوند چارو کې ګډوډي رامنځته کېږي، باید پوه شو چې مرستې ته اړتیا لرو.

ډاکټر نیتو او ډاکټر شیکها دواړه په لومړي سر کې له کوم دوست کس سره د سلا مشورې توصیه کوي.

ماهرین وايي، د سلا مشورو او تهراپي په وسیله د اوبسېسیو لو ډېس ارډر اغېر تر ډېره حده کمېږي او له ماهر روان پوه سره له پنځه شپږ ځله لیدنو وروسته کرار- کرار د انسان ذهني حالت عادي کېږي. ډاکټر نیتو وايي:

''د عشق جنون بد نه دی، خو باید د مینې له کبله ځان یا نورو ته زیان و نه رسوو. ''

ورته مطالب