"امریکا په سوریه کې د ایران پوځي شتون نه مني"

  • 10 جنوري 2019 - 20 مرغومی 1397
سوریه د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایران په ښکاره په سوریه کې د بشارالاسد د ځواکونو ملاتړ کوي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، واشنګټن به په سوریه کې د ایران پوځي شتون د ختمولو پورې دیپلوماسۍ وکاروي او له متحدینو سره په شریکه کار وکړي.

ښاغلي پومپیو ویلي، تر هغه وخته چې ایرانیان او د دوی لپاره نیابتي جګړه کونکي له سوریې وتلي نه وي، امریکا به د هغو سیمو بیا رغاونې لپاره هېڅ مرسته و نه کړي، چې د بشارالاسد حکومت تر کنترول لاندې دي.

ښاغلي پومپیو دا څرګندونې له سوریې نه ا مریکایي پوځیانو ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ له ناڅاپي اعلانه درې اونۍ وروسته کړې دي.

دې اعلان د امریکا متحدین حیران کړي او واشنګټن کې هم پرې نیوکې شوې. ښاغلي پومپیو چې د ولسمشر ټرمپ له ناڅاپي اعلانه وروسته د متحدین ډاډه کولو پر سفر وتلی وویل:

"امریکا به د ترهګرۍ ضد جګړې له پای ته رسېدو مخکې په شا نه شي. موږ به د اسلامي دولت نومې ډلې، القاعده او نورو هغو جهادیانو د ماتې تر مهاله چې زموږ او ستاسې امنیت ګواښي، څنګ پر څنګ له تاسې سره یو"

نوموړي زیاته کړه امریکا په منځني ختیځ کې د 'خیر ځواک ' دی:

''چېرې چې امریکایان پر شا شوي، ستونزې رابرسېره شوې دي. ''

ولې د ایران یادوونه؟

د انځور حقوق AFP
Image caption وزیر پومپیو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغو څرګندونو درې اونۍ وروسته چې وايي، له سوریې امریکايي ځواکونه باسي، قاهره کې دغه څرګندونې کړې.

ایران د روسیې تر څنګ د سوریې په کورنۍ جګړه کې د سوري حکومت ملاتړ کوي، وسلې ورکوي، پوځي سلاکاران یې وراستولي او داسې رپوټونه هم شته چې جنګیالي یې هم وراستولي دي.

امریکایان په منځني ختیځ کې د ایران فعالیتونو ته د شک په سترګه ګوري او داسې فکر کوي چې دغه کړه وړه په سیمه کې د بې ثباتۍ راوستلو په مانا دي.

امریکا دغه راز د اسراییلو او سعودي عرب ملګری هېواد دی، چې دواړه د ایران دښمنان دي.

د پنجشنبې پر ورځ ښاغلي پومپیو وویل:

"موږ به په سیمه او نړۍ کې د ایران د تاوتریخجن نفوذ خپرولو پای ته رسېدو تر مهاله خپل کمپاین کې نرمښت و نه کړو. ''

نوموړي زیاته کړه پر ایران د امریکا لګېدلي بندیزونه ''په تاریخ کې تر ټولو سخت دي او دا به نور هم سخت شي".