سوریې کې د جګړې لومړۍ کرښه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سوریې کې د جګړې لومړۍ کرښه

د امریکا د بهرنيو چارو وزير ټينګار کړی هېواد یې د داعش پر وړاندې جګړې بشپړولو ته ژمن دی، سره له دې چې له سوريې یې ځواکونو ايستلو بهير روان دی. مايک پومپيو چې سيمې ته د خپل سفر يوې برخې په توګه مصر کې دی، ويلي دوی به منځني ختيځ کې ثابت او پر ژمنو ولاړ شريکان پاتې کېږي، خو د ځواکونو ايستلو ګام به پورته کېږي. اندېښنه اوس دا ده چې دا پرېکړه ښايي د سوریې ګاونډي عراق کې لويې ستونزې جوړې کړي، چې د داعش اورپکو پر وړاندې په کې جګړه روانه ده. بي بي سي يې هم د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلې وه.