ایران هالنډ کې د مخالف وژلو ته "مافیا" کرایه کړې

كولاهي
Image caption هالنډ وايي ایران د خپلو سیاسي مخالفانو د وژلو لپاره مافیايي ډلو ته مراجعه کړې

هالنډ وايي ایران د دوو ایراني مخالفانو احمد مولا نیسي او علي معتمد کلاهي د وژلو لپاره مجرمې مافیا ته مراجعه کړې.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر سټیف بلاک پارلمان ته په وینا کې ویلي، د هالنډ څارګر "داسې قوي ثبوت لري چې ګني ایران د ایران الاصله دوو هالنډیانو وژلو کې ښکېل دی، چې یو یې په ۲۰۱۵ کال کې په المیري او بل په ۲۰۱۷ کال لاهای کې اوسېده."

نوموړي ویلي، دغه ایراني الاصله هالنډیان د ایران د نظام مخالفان وو.‌

د هالنډ حکومت وايي، په ۲۰۱۷ کال د نیسي د وژلو دسیسه کټ مټ په هالنډ کې د یوه بل ایراني سیاسي مخالف محمد رضا کلاهي د وژلو دسیسې ته ورته وه چې په امسټرډام ښار کې د خپل کور مخې ته په بې غږه تومانچه ووژل شو.

تېر کال هالنډ دوه ایراني ډیپلوماتان له هېواده وشړل خو لامل یې په ډاګه نه کړ او نه یې هم دا وویل چې ایا ددغو ایراني مخالفانو له وژل کېدو سره یې تړاو درلود او که نه.

"مافیا کرایه کول"

د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ پر اتمه د برتانیا ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې ویلي، داسې قوي شک شته چې ګني ایران په هالنډ کې د ایراني مخالفانو د وژلو لپاره یوه مجرمه مافیا کرایه کړې وه.‌

سرچینه زیاتوي: "د لبنان حزب الله ډله په نړیواله کچه د نشه يي توکو د قاچاقو مدیریت کوي او ځینې شنونکي پر دې اند دي چې ګني حزب الله ددغو کرايي قاتلینو لپاره د منځګړي رول لوبولی وي."

'هالنډ کې افغان بریدګر ترهګریز هدف درلود'

د سعودي او ایران سړه جګړه کومې خواته ځي؟

اوس د ایراني مخالف کلاهي د وژلو په تور د یوې مجرمې مافیايي ډلې دوه ځوان غړي محاکمه کېږي.

د هالنډ لوی څارنوال وايي، دواړه ځوانان د مراکشي الاصله یوه مشهور مافیامشر نوفل الفصیح له خوا چې په "الکرش" او "الکسکس" هم مشهور و، دغه قتل ته په کرایه نیول شوي وو.‌

الکرش دا مهال په هالنډ کې د جرمي نړۍ د یوه بل مهم سیال د وژلو د هڅې په دسیسه کې په ۱۸ کلونو بند محکوم او زندان کې دی.

۳۹ کلن کرش په ایرلنډ کې ونیول شو او جعلي پاسپورټ ورسره ونیو شو او بیا هالنډ ته وشړل شو.

له نوموړي سره د نیول کېدو پرمهال د ۹۰ زره یورو په ارزښت لاسي ګړۍ او ۱۲ زره یورو هم وموندل شول.

Image caption هالنډي پولیس وايي، ایران د خپلو سیاسي مخالفانو د وژلو لپاره کابو له یو شان اسلوب کار اخلي

ایرلنډۍ ورځپاڼه وايي، د کرش فعالیتونه ان تر جنوبي امریکا، افریقا او برتانیا پورې غځېدلي وو چې په دې کار کې ایرلنډ کې دوو نورو مافیامشرانو همکاري کوله.

۵۲ کلن احمد مولی نیسي د ایران سیاسي مخالف او د اهواز اوسېدونکی و، نوموړي د "اهوار د ازادۍ د عربي مبارزې د خوځښت" بنسټګر و، چې د ایران جنوب لوېدیځ کې یې په تېلو د بډایه خوزستان ولایت د بېلتون او جلا دولت جوړولو هڅې کولې.

نیسي د وژل کېدو پرمهال ددغه خوځښت د سیاسي دفتر مشر و. نوموړی د ۲۰۱۷ کال د نومبر پر اتمه لاهای کې د کور مخې ته ووژل شو.‌

دغه خوځښت د ایراني حکومت پرضد په ۲۰۰۵ کال خپل عملیات پیل کړل چې بیا وروسته نیسي هالنډ ته وتښتېد.

ورته مطالب