له اسلامه اوښتې سعودۍ رهف القنون کاناډا ته ورسېده

د کاناډا تورنټو هوايي ډګر کې رهف القنون د انځور حقوق AFP
Image caption د کاناډا تورنټو هوايي ډګر کې رهف القنون

سعودۍ پېغله رهف القنون چې له کورنۍ د تېښتې کیسه یې نړیواله شوې ده، کاناډا ته رسېدلې او کاناډا پنا ورکړې.‌ د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره وايي، رهف خپل "نوي کور" ته پرلار ده.‌

۱۸ کلنه سعودۍ له خپلې کورنۍ سره کویت ته تللې وه چې له هغه ځایه تایلنډ‌ ته وتښتېده او استرالیا ته د تګ لپاره یې پلان جوړ کړی و،‌ خو تایلنډي چارواکو یې کویت ته د بېرته ستنولو هوکړه وکړه.‌

رهف کویت ته الوتکې ته له ختلو انکار وکړ او ځان یې د بنکاک پر هوايي ډګر په یوه خونه کې بند کړ.‌

د جنورۍ پر پنځمه د هغې یوه ټویټ د نړۍ پام ځان ته واړاوه.‌

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره کریسټینا فریلانډ ته پر هوايي ډګر ولاړه وه او هغه یې یوه "نوې کاناډایۍ او ډېره زړوره وطنواله" وبلله.

سعودۍ پېغلې رهف القنون ته کاناډا پنا ورکړه

سعودۍ مېرمن رهف القنون له هوټله وتلې ده

له اسلامه منکره سعودۍ بنکاک کې بنده پاتې ده

هغه وايي، رهف د یوه ډېر اوږد سفر له کبله زښت ډېره ستړې شوې ده،‌ نو د شنبې په ورځ هېڅ ډول خبرو ته باید زړه ښه نه کړي:‌

"هغه ډېره زړوره نجلۍ ده،‌‌ پر ډېرو ناخواله تېره شوې ده.‌ اوس به خپل نوي کور ته ولاړه شي. "

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رهف القنون کاناډا ته تر رسېدو وروسته

رهف کاناډا ته پرلار پر خپل ټویټر په الوتکه کې انځورونه خپاره کړي او ورسره لیکلي یې دي چې "ومې کړای شو".‌

د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو وړاندې خبریالانو ته ویلي وو چې،‌ هېواد یې رهف ته د پنا په اړه د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې غوښتنه منلې ده.‌

ورته مطالب