ایران: د پوځي کارګو الوتکې لوېدلو پېښې"۱۵ کسان وژلي"

هوايي پېښه د انځور حقوق Irna

د ایران له پلازمېنې تهران سره څېرمه د کرج ښار کې د بار وړونکې الوتکې لوېدلو پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

رپوټونه وايي بوینګ ۷۰۷ ډوله الوتکه پیام هوايي ډګر کې چې د تهران په ۴۰ کیلومترۍ کې لوېدیځ لور ته پروت دی، د کښېناستو پر مهال د خرابې هوا له کبله له ځغاستلیکې ووتله او له یوه دېوال سره ولګېدله.

د ایران پوځ ویلي له ۱۶ کسانو سورلۍ یوازې یو انجنیر ژوندی موندل شوی چې روغتون ته لېږدول شوی دی.

پر خواله رسنۍ خپاره شوي رپوټونه وايي د الوتکې تور بکس د پېښې سیمه کې موندل شوی دی.

د پوځ یوه ویندوی حکومتي تلویزیون ته ویلي چې الوتکه د ایران ده او پکې ټوله سپاره کسان ایرانیان ول.

د ایراني پوځ د عمومي اړیکو دفتر ویلي، الوتکې "د بشري مرستو په موخه غوښه لېږدوله."

د انځور حقوق Irna
Image caption د ایراني پوځ د عمومي اړیکو دفتر ویلي، الوتکې "د بشري مرستو په موخه غوښه لېږدوله."

الوتکه د قرغزستان له بېشکيکه په ایران کې د کرج ښار پیام هوايي ډګر ته تلله.

چارواکو ویلي د پېښې پر مهال له هغو ودانیو سره چې الوتکه لګېدلې له خلکو تش ول.

د انځور حقوق MIZAN

په هغو عکسونو کې چې خپاره شوي داسې ښکاري چې الوتکې تر لګېدو وروسته اور هم اخیستی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب