ترکیه: "امریکا دې له ترهګرو سره نه یو ځای کېږي"

د انځور حقوق AP
Image caption د ترکیې ملاتړي وسلوال د خلک مدافع کنډکونو پرضد برید ته تیارېږي.

ترک چارواکي د سوریايي کوردانو د ملاتړ په هکله د امریکا د ولسمشر پر څرګندونو نیوکې کوي.

د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کالین وايي، انکره تمه لري چې واشنګتن خپل ستراتیژیک شراکات ته ژمن پاتې شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترکیې ته ګواښ کړی که د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په سوریه کې کوردان په نښه کړي، نو د ترکیې "اقتصاد به ویجاړ" کړي.

ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ خپل ټوېټر کې کوردان پښې ټینګولو ته وربللي، خو دا یې هم لیکلي، چې نه غواړي کوردان ترکیه وپاروي.

خو ښاغلی کالین د ټرمپ ځواب کې لیکي: دا لویه تېروتنه ده چې د سوریې کوردان له پي کې کې سره یو شان وبولو، چې د امریکا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې ده او له لسیزو راهیسې د ترکیې خاوره کې بلواګري کوي.

نوموړی ډونلډ ټرمپ ته په وینا لیکي: "ترهګر ستاسو ملګري او شریک کېدلی نه شي، انکره هیله منه ده چې واشنګټن خپل ستراتیژیک شراکت ته ژمنه پاتې شي. نه غواړي چې پر دغه موضوع د ترهګریز پرپاګنډ سیوری وشي".

ترکیه د خلکو مدافع کنډکونه د پي کې کې یا کودرستان کارګر ګوند څانګه او یوه "ترهګره" ډله بولي.

* د عراق ولسمشرۍ ته کوردۍ خبریاله نومانده

* کورد ټولپوښتنه، عراق ماتېږي که بله جګړه کې ښکېلېږي؟

* کورد ټولپوښتنه بلوڅانو ته څه انګېزه ورکوي؟

ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ خپل ټوېټر کې کوردان پښې ټینګولو ته وربللي، خو دا یې هم لیکلي، چې نه غواړي کوردان ترکیه وپاروي.

د سوریې شمال کې امریکايي ځواکونو د کورد وسلوالو ترڅنګ د اسلامي دولت پرضد جنګېږي.

خو ترکیه د ي پ ګ په نوم د خلکو مدافع کنډکونه ترهګر بولي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له دې ډلې د امریکا د ملاتړ په غوسه یاد کړی او د هغه د له منځه وړلو ژمنه یې کړې ده.

د امریکا ولسمشر دا هم وايي، چې روسیه، ایران او سوریه د داعش د له منځه وړلو لپاره د امریکا د اوږدمهالي سیاست ګټوني دي، ځکه دا درې هېوادونه او داعش د یو بل طبیعي دوښمنان دي.

نوموړي له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو دفاع وکړه او زیاته یې کړه، چې د داعش هر ډول پاتې شوني "له شاوخوا مرکزونو" په نښه کولی شي.

ډونلډ ټرمپ دا ونه ویل چې که ترکیه پر خلک مدافعو کنډکونو برید وکړي، څه ډول به یې اقتصاد له منځه یوسي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریاض ته رسېدلی

په ورته مهال یې د ۳۲ کیلومتره امن سیمې رامنځ ته کولو خبره وکړه او دا بي بي سي د خبریالاې بار بارا پلېټ په وینا دا هغه حل لار ده چې ښاغلی پمپیو یې پر سر خبرې کوي.

ښاغلي ټرمپ تېره میاشت له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو خبره وکړه، چې ور سره پرې کورنۍ او بهرنۍ نیوکې پیل شوې.

په تازه غبرګون کې د سعودي شهزاده ترکي فیصل بي بي سي سره خبرو کې ویلي، چې د امریکا دا وتل به بدې پایلې ولري او د بشار اسد واکمنۍ او د روسیې او ایران د نفوذ زیاتېدو سبب به شي.

زما له نظره د امریکا اقدامات به د دې پرځای چې ستونزه هواره کړي لا پیچلې کړي، له دې سره به نه یوازې ایرانیان نور هم پیاوړي شي بلکې روسان او بشار اسد به هم پیاوړی شي. له دې امله له سوریې نه د پوځیانو ایستل یو منفي ګام دی.

شهزاده فیصل دغه څرګندونې ریاض ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو له سفر دمخه وکړې. دغه راز هغه تور پورې کړ چې نړیوالې ټولنې د سوریې خلکو ته پام نه دی کړی او که امریکايي پوځیان هم له سوریې ووتل نو په وینا یې هرڅه به ورسره لا خراب شي.

ورته مطالب