'د چېچنیا اسلامي ریاست کې د همجنس خوښو نیول'

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل کېږي په تېره ډیسمبر میاشت کې څلوېښت سي د همچنسبازۍ په تور بندیان شوي چې دوه یې د ربړونې او ناسم چلند له کبله زندان کې مړه شوي دي.

په روسیه کې فعالان وایي،‌ په دې وروستیو کې په چېچنیا کې د همجنس بازانو پر ضد پراخ عملیات پیل شوي دي.

د روسیې د همجنس بازانو شبکه وایي، له تېر دسمبر راهیسې په چېچنیا کې کابو ۴۰ تنه همجنس بازان زنداني شوي، او له دې ډلې دوه کسانو د شکنجې پر وخت خپل ژوند بایللی.

یاده شبکه له ۲۰۱۷ کال راهیسې د چېچنیا په اسلامي ریاست کې د همجنس بازانو پر ضد د ځایي حکومت کړنې څاري.‌

خو د روسیې د حکومت یوه ویاند د دوی ادعا رد کړې او درواغ یې بللې.

د چېچنیا د ځایي‌ ادارې مشر رمضان قدیروف بیا بیا هغه تورونه رد کړي‌ چې ګواکې خلک یې په ناقانونه توګه زنداني‌کړي او له بشري حقونو یې سرغړونه کړې.

نوموړي تېر کال له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي وو، پر ده دا تورونه هغه کسان لګوي چې د بهرنیانو لاسپوڅي دي، او یا هم داسې فعالان دي چې د پیسو ترلاسه کولو هڅه کوي.

د چارواکو له تردید سره سره په چېچنیا کې ګن شمېر کسان رامخې ته شوي‌ او اعتراف یې کړی چې د خپل جنسي‌ تمایل له کبله نیول شوي‌ او شکنجه شوي‌ دي.‌

د دا رپوټونو له کبله د چېچنیا ځایي‌ اداره په نړیواله کچه غندل شوې ده.‌

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چېچنیا د ځایي‌ ادارې مشر رمضان قدیروف بیا بیا هغه تورونه رد کړي‌ چې ګواکې خلک یې په ناقانونه توګه زنداني‌کړي او له بشري حقونو یې سرغړونه کړې.

د روسیې یو شمېر رسنیو ویلي، په دې وروستیو اونیو کې همجنس خوښو ته ګواښنه شوې چې ژر تر ژره دې له چېچنیا نه پښې سپکې کړي.‌

فعالان ادعا کوي چې په همدې موده کې لسګونه همجنس بازان نیول شوي‌ او د ارګون ښار یوه زندان ته لېږدول شوي دي.‌

د دوی په وینا، ځایي‌ پولیسو له نیول شویو کسانو د سفر او نور اسناد هم په زور اخیستي دي.‌

ورته مطالب