قاهره ولې نارنجي شوه؟
د مصر پلازمېنې قاهره کې توندو بادونو له ځان سره له سارايي سیمو شګې راوړې او وروسره د ښار بڼه نارنجي رنګ ته واوښته او اوسېدونکي یې په کورونو دننه کښېناستو ته اړ شول.
چارواکي وايي، د دغه شګلن توپان له کبله د ښار شاوخوا بندرونه تړل شوي او له مرکزي هوايي ډګره الوتنې ځنډول شوې دي.
د مصر عامې روغتیا چارواکو قاهرې اوسېدونکو ته مشوره ورکړې چې د تنفس له ناروغیو د ځان ژغورنې لپاره د توپان ختمېدو تر وخته له کورونو و نه وځي.




ځینې کسانو پر خواله رسنیو د توپان حال څرګندولو لپاره پیغامونه خپاره کړي دي.



ـ