"مدیترانه کې ۱۷۰ کډوال ډوب شوي دي"

  • 20 جنوري 2019 - 30 مرغومی 1397
رپوټونه وايي، د ۲۰۱۹ کال لومړیو ۱۶ ورځو کې تر ۴۲۰۰ ډېر کډوال اروپا ته اوښتي دي د انځور حقوق EPA
Image caption رپوټونه وايي، د ۲۰۱۹ کال لومړیو ۱۶ ورځو کې تر ۴۲۰۰ ډېر کډوال اروپا ته اوښتي دي

ملگري ملتونه وايي باور لري هغه ١٧٠ تنه کډوال په دوو جلا پېښو کې په اوبو کې ډوب شوي چې د مديترانې سمندر له لارې يې اروپا ته د تلو هڅه کوله.

يوه ربړي بېړۍ چې ١٢٠ کسان په کې سپاره و د جمعې په ورځ د لیبیا ساحلي اوبو کې ډوبه شوې ده او بله هغه چې ٥٠ کسان يې لېږدول د اسپانيا او مراکش ترمنځ سمندري اوبو کې ډوبه شوې ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي ار د دې ګڼ شمېر کډوالو د لادرکه کېدو له امله چې ښايي په سمندر کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی ژوره اندېښنې ښودلې او ددې ادارې مشرې ویلي په مدیترانې سمندر کې د کډوالو دا ناورین دې پای ته ورسول شي.

د کډوالو په برخه کې فعالو نادولتي مؤسسو له دې ډلې لږ تر لږه د درې پنځوسو تنو مړینه د مدیترانې سمندر په لویدیځه څنډه کې تایید کړې ده.

۲۴ ګړۍ سمندر کې

رپوټونه وايي له دې ډلې یو کډوال چې له څلورویشت ساعتونو یې زیات وخت په سمندر کې تېر کړي په ناڅاپي ډول د مراکشي کب نیوونکو له یوې کښتې سره مخامخ شوی او ژغورل شوی دی.

ایټالوي چارواکو هم د یوې بلې کښتې د ډوبېدو خبر ورکړی، ایټالوي ژغورونکو یوازې درې تنه ژغورلي دي او چارواکي وايي دغه ډوبه شوې کښتې له لیبیا د اروپا پر لور روانه شوې وه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ویاندې لیز تروسیل بي بي سي ته وویل باید پرېنښودل شي چې دا ناورین نور هم د وام وکړي:

د وروستیو راپورونو له مخې اوس د ددې کښتې د پاتې ۱۱۷ سورلۍ د برخلیک په اړه کره معلومات نشته چې ښايي لادرکه او یا مړه شوي وي.

ایټالوي چارواکي وايي د سمندرې ځواکونو یوې چورلکې یوه ربړي کښتې وموندله چې ډوبه شوې د پیښې په ځای کې یې د ژغورنې ځانګړي واسکټونه وغورځول خو یوازې درې تنه وژغورل شول.

ژغورل شويو کسانو ویلي دې بیړۍ کې ۱۲۰ تنه سپرلۍ وه او له یوولس ساعته مزل وروسته ددوی کښتۍ کې هوا په کمېدو شوه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ویاندې لیز تروسیل بي بي سي ته وویل باید پرېنښودل شي چې دا ناورین نور هم د وام وکړي:

"په کار ده چې له دې لارې د کډوالو د تګ د مخنیوي لپاره پراخې هڅې وشي او په کار ده چې اروپا ته د کډوالۍ لپاره قانوني او خوندي لارې وموندل شي. دا ډول د هغه چاره اړینې دي چې د جګړې او زور زیاتي له امله خپل ټاټوبی پرېږدي."

د افغانانو په ګډون هر کال زرګونه کسان هڅه کوي له مرګونو لارو په تېرېدو اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي. هر کال د مدیترانۍ پر سمندري لاره چې تر ډیره یې افریقايي کډوال کاروي هر کال د کډوالو د مرګ ژوبلې خونړۍ پیښې رامنځته کیږي.

د یو این ایچ سي د معلومات له مخې تېر کال په مدیترانۍ سمندر کې نږدې دوه زره او درې سوه کډوالو خپل ژوند له لاسه روکړی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اسپانیا ته رسېدلي کډوال

ورته مطالب