سوریه کې پر ایراني ځواکونو د اسراییل بریدونه

  • 21 جنوري 2019 - 01 سلواغه 1397
د انځور حقوق EPA
Image caption دمشق کې خلکو ویلي چې د شپې یې تر یوې ګړۍ د سختو چاودنو غږونه اورېدل

اسراییل سوریه کې د ایران د تر ټولو مهم پوځ سپاه پاسدران پر قدس څانګه د برید خبره کوي.

قدس د سپاه هغه څانګه ده چې له ایران بهر عملیات کوي.

د اسراییل پوځ د یوه بیان خپرولو سره وايي، د جولان پر لوړو د سوریې له لوري د یوه توغندي تر توغول کېدو وروسه یې دا برید کړی دی.

اسراییل سوریې ته خبرداری ور کوي چې د اسراییل خاورې یا ځواکونو ته له زیان اړوونکې هڅې ډډه وکړي.

اسراییلي ځواکونو د دې برید په هکله څه نه دي ویلي او نه هم ایران تراوسه غبرګون ښودلی دی.

* 'ایران سوریه کې پوځي اډه جوړوي'

* "امریکا په سوریه کې د ایران پوځي شتون نه مني"

خو د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې د سوریې دولتي رسنیو ته د دغه هېواد خبرو سرچینو ویلي چې اسراییل په ډېرو لارښود توغندیو سره پراخ برید وکړ، مګر د سوریې دافع هوا ځواکونو ډېری توغندي شنډ کړل.

د سوریې پلازمېنه دمشق کې سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د شپې یې تر یوې ګړۍ د چاودنو غږونه اورېدل.

برتانیا کې د سوریې د انساني حقونو څارډله هم وايي چې اسراییلي توغندیو د دمشق شاوخوا سیمې په نښه کړې دي.

له بلې خوا اسراییل وايي، چې د جولان لوړو په هرمون غره کې به د ژمنیو لوبو یو مرکز یوه ورځ تړلی وي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اسراییل لومړي وزیر نتن یاهو پرون وویل، که دی هېواد کې وي یا نه د ایران پرضد سیاست به دوام لري.

د اسراییل لومړي وزیر بن یمین نتن یاهو د یکشنبې په ورځ چاډ ته په لومړي سفر کې وویل، چې په سوریه کې د ایران د پوځي حضور د تثبیت پرضد هڅې یې دایمي دي.

"دا سیاست نه بدلېږي، که زه اسراییل کې یم یا چاډ ته په تاریخي سفر وتلی یم، دا تلپاتې سیاست دی".

نوموړي تېره اونۍ دا هم ومنله چې اسراییل تراوسه په سلګونو ځلې سوریه کې د ایران او د لبنان د حزب الله ډلې هدفونه په نښه کړي دي.

هغه زیاته کړه چې پر دمشق د اسراییل د الوتکو وروستي برید کې د ایران سلاکوټ( د وسلو ګودام) په نښه شو.

* ایران او سوریه، دښمن ته یو او ګډې موخې لرونکي

* سوریه کې د ایران 'سپاه پاسداران' قومندان او غړي وژل شوي

اسراییلي چارواکي خورا ډېر کم دا ډول بهرني بریدونه مني یا ردوي، خو داسې ښکاري چې سوریه کې د ایران پر مرکزونو د وروستیو میاشتو د بریدونو په تړاو دا سیاست ډډې ته شوی او ډېر ښکاره یې په تړاو خبرې کوي.

د اسراییل د پوځ لوی درستیز ګاډي ایزنکوټ هم په وروستیو کې سوریه کې له ایران او هغه پورې تړلو ډلو سره د مقابلې په هکله نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې هېواد یې بې له دې چې مسوولیت یې ومني پر زرګونو هدفونو یې بریدونه کړي دي.

ښاغلي نتین یاهو هم په ځلونو ویلي چې سوریه کې ایران پوځي اډو ته نه پرېږدي، ځکه دا هېواد به یې بیا د اسراییل پرضد د بریدونو لپاره وکاروي.

خو د اسراییل لومړي وزیر ایران ته په وینا کې وویل، سپارښتنه کوم چې له سوریې ژر خپل ځواکونه وباسئ ځکه موږ د بریدونو د سیاست ژمنه کړې او پرې درېږو.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قاهرې ته وروستي سفر کې وویل، چې سوریه کې د ایران پوځي حضور نه مني.

له سوریې د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله د ډونلډ ټرمپ تر پرېکړې وروسته د اسراییل لومړي وزیر په سوریه کې د ایران سره د مقابلې لپاره پر خپل هوډ لا ډېر ټینګار وکړ.

خو د نوموړي په غبرګون کې د سپاه پاسدران قومندان تورن جنرال محمد علي جعفري د جنورۍ په ۱۶ وویل: "ټول هغه پوځي او انقلابي سلاکاران او وسلې او تجهیزات چې د سوریې د مظلوم ولسمشر د ملاتړ او د اسلامي مقاومت د مبارزاتو د وړتیا زیاتولو لپاره سوریه کې دي هملته ساتو".

خو د اسراییل لومړي وزیر ایران ته په وینا کې وویل، سپارښتنه کوم چې له سوریې ژر خپل ځواکونه وباسئ ځکه موږ د بریدونو د سیاست ژمنه کړې او پرې درېږو.

د نوموړي دا څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بهرام قاسمي په غبرګون کې وې، چې ویلي یې و سوریه کې د ایران حضور پوځي نه بلکې سلاکاري ده.

د سپاه قومندان د ښاغلي قاسمي دا خبرې داسې تعبیر کړې چې موخه یې دا وه چې ایران سوریه کې پوځي کنډکونه نه لري.

سپاه پاسدران تېرو کلونو کې د سوریې د بشار اسد حکومت د دفاع لپاره ایران کې د افغان کډوالو فاطمیون لېوا کارولې ده.

ورته مطالب