ورځپاڼو ته کتنه: پر افغان سوله د امریکا او پاکستان د لوی درستیزانو خبرې

  • 21 جنوري 2019 - 01 سلواغه 1397
د انځور حقوق ISPR

ډیلي ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ لوی درستیز جوزف ووټل په اسلام اباد کې د پاکستاني پوځ له مشر سره په کتنه کې پر افغان سوله او سیمه ییز ثبات خبرې کړې دي.

د دې ورځپاڼې د وینا له مخې جنرال ووټل د یوه پوځي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته تللی دی.

ورځپاڼې د پاکستان د پوځ د قوماندانۍ د سرچینو په حواله لیکلي چې پاکستان له یو لړ خنډونو سره سره د سیمه ییز ثبات په ټینګولو کې خپله برخه اخلي او په دې لار کې به خپلو هڅو ته دوام ور کړي.

د پاکستان پوځ هم خپله وېبپاڼه کې ویلي چې جنرال جوزف ووټل او ور سره پلاوي د جنرال قمر جاوېد باجوه او نورو پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله او پخلاینه او همدارنګه سیمه ییز امنیت او نورو مسلو خبرې وکړې.

د پوځ د اعلامیې له مخې امریکايي پلاوي د سیمه ییز ټیکاو او سولې لپاره د پاکستان د پوځ هڅې وستایلې.

د دې بیانیې له مخې جنرال قمر جاوېد باجوه افغانستان کې سوله او ټیکاو د سیمې په ګټه وبلل او زیاته یې کړه چې پاکستان له محدودیتونو سره سره دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ور کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شنونکي وايي طالبان په کې پاتې راغلي چې د پخوا په څېر واک ته ورسېږي.

برتانوۍ اینډیپنډنټ ورځپاڼې لیکلي طالبانو په تېرو کلونو کې د سولې هر ډول وړاندیز په دې رد کړی چې یوه ورځ به بیا کابل ونیسي او د ورځپاڼې په وینا اوسنی ډیموکراتیک حکومت به ړنګ او پر ځای به یې لکه د پخوا په څېر یو سخت دریځی رژیم رامنځته کړي.

خو وايي افغانستان اوس پیاوړی دی د امنیتي بنسټونو په ګډون په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي بنسټونه بیرته رغول شوي او ۳۱۴ زره پوځ او پولیس سرتیري لري چې ۲۲ زره بهرني سرتیري یې هم ملاتړ کوي.

دا ورځپاڼه لیکي دا سمه ده چې طالبان پر ښارونو بریدونه کوي او لا هم دا توان لري چې د اډول بریدونه وکړي خو که کومه سیمه ونیسي نو بیا یې نه شي ساتلی.

اینډیپنډنټ زیاتوي له ۲۰۰۳ کال راهیسې دغه ډله له هڅو سره سره نه ده توانیدلې چې یوه سیمه د خپل مرکز په توګه وټاکي او له هغه ځایه خپل نفوذ نورو سیمو ته پراخ کړي.

ارب نیوز په یوه مطلب کې لیکلي ښايي تر هغه د طالب استازو او د حکومت د مرکچې پلاوي ترمنځ خبرې ونه شي تر څو چې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ په روانو خبرو کې د پام وړ پرمختګ ونه شي.

لیکوال وايي پاکستان او نورو عربي هېوادونو ته پکار دي چې خپلې دپلوماتیکې هڅې پر دې ور ټولې کړي چې طالب قانع کړي چې له افغان حکومت سره له جوړجاړي پرته بله لار نه لري.

لیکوال وايي د سیاسي روغې جوړې لپاره روانې هڅې د افغانستان د شخړې په نږدې څلویښت کلن تاریخ کې ساری نه لري.

ایشیا ټایمز ورځپاڼه کې یوه مطلب کې وايي امریکا په افغانستان کې اوږدمهال پوځي حضور ته اړتیا لري او د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو یو مهم ټکی همدا پوځي حضور دی.

لیکوال وايي دا چاره د افغانستان د ستراتیژیک موقعیت ارزښت په ګوته کوي.