بلوچستان کې د ګاډو د ټکر له امله د ۲۶ کسانو وژل کېدل

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
بلوجستان کې د ګاډي سوځېدو ۲۷ کسان ووژل

د پاکستان له سیند څخه بلوچستان صوبې ته روان بس د کراچۍ- کوټه پر سړک تېره شپه له ټرک سره ټکر شوی چې له امله یې ۲۷ کسان وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي.

بس د کراچۍ نه پنجګور ته روان و چې د بلوچستان لاسبیلا ولسوالۍ کې د تیلو ټنکر سره ټکر شوی او له امله یې دا مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ځايي پولیسو په وینا، بس کې د موټروان او کلینډر په ګډون ټول ټال ۳۶ کسان سپاره وو.

سیمه کې ازاد خبریال عرفان خټک وايي د پېښې په مړو کې ښځې او ماشومان هم دي‎.

سیمه کې امنیتي چارواکي وايي، بس ۳۲ مساپر لېږدول او له کراچۍ پنجګور ته روان چې له مقابل لوري ټرک راغی او ور سره ټکر شو.

د دوی په خبره، له ټکر سره بس کې اور ولګېد او ټول کسان وسوځېدل.

Image caption ویل کېږي بس کې ټول کسان سوځېدلي دي.

ځينی سوځيدلي یا ژوبل کسان یې د کراچۍ سول روغتون ته درملنی لپاره هم وړل شوي دي

امنیتي ځواکونو دواړه ګا‌‌‌‌‌‌ډي په خپله ولکه کې اخیستي او پلټنې یې پيل کړي دي.

لومړي مالومات ښيي پېښه د چټکتیا له امله ده.

د موټروانانو بې پروايي او د سړکونو ناوړه حالت پاکستان کې د ګاډو د ټکر اصلي لامل بلل کېږي چې هر کال دغه هېواد کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

ورته مطالب