سعودي کې د نبوي جومات یو امام زندان کې ومړ

العماري د انځور حقوق Social Media
Image caption ''عبدالله العماري الزهراني له دې نړۍ سترګې پټې کړې."

د سعودي عربستان یوه زندان کې د نبوي جومات امام، مشهور دعوتګر او د مدینې منورې د پوهنتون پخوانی استاد شیخ احمد العماري تر پنځه میاشتني بند وروسته په زندان کې مړ شوی دی.

د ښاغلي العماري زوی عبدالله پر ټویټر لیکلي، چې پلار یې ''عبدالله العماري الزهراني له دې نړۍ سترګې پټې کړې."

العماري چې د مدینې منورې پوهنتون د قرآن کریم پوهنځي مخکېنی مشر هم و، په تېره اګسټ میاشت کې ونیول شو. د نوموړي د نیول کېدو لامل هم نه دی په ډاګه شوی.

کابو لس ورځې وړاندې سعودي چارواکو د العماري کورنۍ ته خبر ورکړی و چې ګنې هغه خوشی کوي او پرضد یې ټول تورونه لیرې شوي دي.

"ترک چارواکي: جمال خاشقجي د سعودي کونسلګرۍ کې وژل شوی"

ترکیه: جمال خاشقجي تر ستوني نیول شوی او وژل شوی

خو ډاکټرانو ویلي وو، د نوموړي روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی، له بې هوښۍ په خود کېدو امکان یې کم دی او ښايي د "دماغ له مرګ" سره مخامخ شي.

سعودي فعالانو ویلي چې شیخ العماري په زندان کې د مغزو په سخته ناروغۍ اخته شوی.

په سعودي کې د سیاسي بندیانو د حقونو ملاتړو ویلي، العماري په زندان کې د هغه روغتیا ته د نه پاملرنې له کبله مړ شوی.

دوی پر خواله رسنیو لیکلي "که چوپتیا همداسې دوام ومومي، نو راتلونکو ورځو کې د نورو بندیانو د مړینې شاهدان هم یو. عمر خوړلي بندیان ډېر شوي او په زندان کې یې روغتیايي وضعیت ورځ تربلې ناوړه کېدونکی دی."

سعودي چارواکو د هغه د مړینې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption تېره اکتوبر میاشت د ترکیې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته تر ننوتلو وروسته د سعودي خبریال جمال خاشقجي ترې تم شو.

د دغه سعودي ملا امام د مړینې خبر داسې مهال خپرېږي، چې تېره اکتوبر میاشت د ترکیې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته تر ننوتلو وروسته د سعودي خبریال جمال خاشقجي ترې تم شو.

وروسته وویل شول چې هغه د کونسلګرۍ دننه وژل شوی او تر وژلو وروسته پر دغه هېواد نړیوالې نیوکې ډېرې شوې دي.

العماري ربړول شوی

ځینو فعالانو دا هم ویلي، چې العماري زندان کې "سخت ربړول" شوی دی.

دوی وايي، شیخ العماري د نیول کېدو له ورځې راهیسې د زندان په یوه داسې خونه کې و، چې نورو انسانانو ډېره راشه درشه نه ورسره درلوده او روغتیا ته یې هم پام نه کېده.

ویل کېږي شیخ العماري له خپلو زامنو سره وروسته تر هغه ونیول شو، چې د سعودي واکمنې کورنۍ او د شاهي کورنۍ نژدې لویو علماوو ته یې په یوه کتاب کې ځینې سپارښتنې او نصیحت کړی و.