مشهد کې د سپي غوښه د پسه په نامه خرڅه شوې

په ځینې هېوادونو کې د سپي غوښه ډېر مینه وال لري. د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ځینې هېوادونو کې د سپي غوښه ډېر مینه وال لري.

په ایران کې یوې ځایي ورځپاڼې لیکلي چې د مشهد ښار یوه قصاب د پسه غوښې په نامه د سپیو غوښه خرڅه کړې. د 'قدس ' نومې ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، ځايي چارواکو له څو ورځنۍ پټې څارنې وروسته هغه مشکوک قصاب ونیوه چې د پسه غوښې په نامه یې خپلو مشتریانو ته د سپي غوښه ورکوله.

ورځپاڼې د ځايي قصابانو اتحادیې مسوولینو له قوله لیکلي، نیول شوي قصاب د غوښې پلورلو جواز نه درلود او د خپل دکان پر لوحه یې لیکلي و 'د ورون یا پتون غوښه ۳۶ زره تومانه ' او د هغو کسانو نومونه یې هم لیکل چې له ده یې غوښه اخیسته.

د اتحادیې مسوول ورځپاڼې ته ویلي:

''پولیس په دکان کې دننه منتظر وو، چې ځوان قصاب تازه غوښه دکان ته راوړه او کله چې موږ وروړاندې شوو، قصاب په لاسي چړې برید راباندې وکړ. ''

چین کې د سپیانو د غوښو خوړلو فسټیوال پرضد اعتراض

د سپي غوښې نه خوړلو غوښتنه

د قدس ورځپاڼې رپوټ زیاتوي، چارواکو په دکان کې داسې څلور ذبح شوي حیوان موندلي چې غوښه یې د پسه پر ځای د سپي غوښې ته ورته وه.

په ایران کې دا وروستۍ ناندرۍ پر خپل ځای، خو د نړۍ په ځینې هېوادونو کې د سپي غوښه ډېر مینه وال لري.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې یو رپوټ کې ویل شوي، هر کال په ټوله اسیا کې نژدې ۳۰ میلیون سپي د غوښو لپاره وژل کېږي، چې د ورځپاڼې له مخې دغې شمېرې څه باندې درېیمه برخه یې یوازې چین کې ده.

Image caption تېر کې د څارویو حقونو فعالانو 'موږ ستاسې خواړه نه یو' له شعار سره د سپي غوښې استعمال خلاف مظاهرې کړې

رپوټونه وايي، ګڼ سپي له وژل کېدو وړاندې په تنګو قفصونو کې اچول کېږي.

د ژویو د حقونو مدافعینو څو ځله په ځینې اسیايي هېوادونو کې د سپي غوښو د خوړلو پر خلاف اعراضونه هم کړي.

دغو مدافعینو دوه کاله مخکې چین حکومت ته یو غوښتنلیک چمتو کړی و، چې ۱۱ میلیونه خلکو لاسلیکونه یې پرې راغونډ کړي وو.

د چین رسمي خبري اژانس شنیخوا ۲۰۱۶ کال کې یو رپوټ کې وویل، په چین، شمالي کوریا او ځینو نورو هېوادونو کې د سپیو د غوښو خوړلو دود کابو څلور یا پنځه سوه لسیزې لرغونتوب لري او هلته ځینې کسان په دې باور دي چې د اوړي په میاشتو کې یې خوړل له سړي تودوخه لېرې کوي.

اړونده مطالب