۹ کلن پاکستاني ماشوم د خپلې کورنۍ وژونکي رسوا کړل

پاکستان د انځور حقوق PUNJAB GOVERNMENT
Image caption د پنجاب اعلی وزیر عثمان بزدار (ښي اړخ ته) پېښه کې د ژوندي پاتې ماشومانو لیدو لپاره روغتون ته ورغلی و

پاکستان کې یوه نهه کلن ماشوم له هغه څو ساعته وروسته د خپلې کورنۍ قاتلین رسوا کړل، چې د شنبې پر ورځ یې مور پلار او خور د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شول.

هغه پېښه کې د ترهګرۍ ضد ځواک ادعا کړې وه، چې د پنجاب ایالت ساهیوال ښار کې یې د استخابراتي معلوماتو پر بنسټ څلور 'ترهګر ' وژلي دي چې د 'اسلامي دولت ' نومې ډلې اړوند وو.

پولیسو دغه راز ادعا کړې وه، چې درې نور ' ترهګر ' د پېښې له ځایه وتښتېدل. خو لږ وروسته ماشوم عمیر خلیل روغتون کې خبریالانو ته د پولیسو د ادعا برعکس کیسه تېره کړه.

په پیل کې پولیسو وویل، د عمیر خلیل پلار محمد خلیل، مور یې نبیله، خور یې اریبا او د پلار دوست یې ذیشان 'ترهګر ' وو، چې د یوه امریکايي او یوه پخواني لومړي وزیر د زوی په تښتونه کې یې لاس درلود.

داسې هم ویل کېدل، چې دوی په یوه ګاډي کې او پر یوه موټر سایکل سفر کاوه، وسله ورسره وه او لومړی یې پر پولیسو ډزې وکړې، چې ځواب کې یې پولیسو 'له ځانه د دفاع لپاره ' پر دوی ډزې وکړې.

خو عمیر خلیل خبریالانو ته وویل، د کورنۍ غړي یې د پلار یوه ملګري په ګاډي کې له لاهوره یوه واده کې د ګډون لپاره روان وو، چې ساهیوال کې د پولیسو یوې پوستې سره ودرول شول. عمیر په یوه ویډیويي پیغام کې وویل:

''پلار مې دوی ته وویل، پېسې رانه واخلئ، خو ډز و نه کړئ، خو دوی ډزې پیل کړې. ''

د پولیسو په ډزو د عمیر مور، پلار، یوه خور او د پلار ملګری یې ووژل شول چې ګاډی يې چلاوه. عمیر او دوې کوچنۍ خویندې یې وروسته لږ لرې په یوه تېلو پمپ کې وموندل شول، چې ویل کېږي هلته پرېښودل شوي وو.

د عمیر خبرو ویډیو ډېره ژر د خواله رسنیو کاروونکو لاس پر لاس کړه او وروسته د پېښې د ځای تصویرونو د پولیسو پر ځای د عمیر خبرې سمې ثابتې کړې.

هلته ولاړو خلکو د پېښې ویډیو ثبت کړې وه چې پکې پولیس پر ګاډي د ډزو کولو حال کې لیدل کېږي. وروسته پولیس ژوندي پاتې ماشومان له ګاډي راباسي او له هغه وروسته هم پر ګاډي څو نورې ډزې کوي.

وروسته نورو تصویرونو کې مخکینیو سیټونو کې دوه سړي لیدل کېږي، چې په وینو کې لت پت پراته دي او پر شاتنیو څوکیو یو ښځه او یوه نجلۍ لیدل کېږي، چې وژل شوې دي.

د خواله رسنیو کاروونکو د پېښې په تړاو سخت غبرګون وښود او لومړي وزیر عمران خان په یوه ټویټر پیغام کې وویل، د دغو ماشومانو حالت سخت غمجن کړی چې مور پلار یې د سترګو پر وړاندې وژل شوي دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د یکشنبې پر ورځ د عمیر کورنۍ وژل شویو غړیو جنازه وشوه

وروسته پاکستاني چارواکو وویل د پېښې په تړاو یې د ترهګرۍ ضد ځواک یو شمېر چارواکي نیولي دي، یو شمېر پولیس افسران له دندې لرې شوي او د پنجاب ایالت د عدليې وزیر په خبره د پېښې څېړنه پیل شوې ده.

د عدلیې وزیر وایي، هغه پنځه افسران چې دغه پېښه کې کې یې لاس درلود، محکمې ته وړاندې کېږي.

خبریالان وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستان پولیس د ځینو نورو حکومتي ادارو په څېر په تدریجي ډول سیاسي شوي دي.

له دې مخکې د پاکستان کراچۍ ښار کې د یوه لوړ پوړي پولیس افسر راو انوار په اړه داسې فکر کېده چې د امنیتي اسټبلشمنټ له لوري په نښه شوي کسان یې له محکمې پرته وژل.

د ۲۰۱۸ کال لومړيو کې همدې پولیس افسر د ترهګرۍ په تور د کراچۍ څنډو کې د وزیرستان یو ځوان ماډل نقیب الله مسید وواژه چې له هغه وروسته د بشري حقونو فعالانو د پښتون ژغورنې په نامه تحریک رامنځته کړ.

د پولیسو یوه څېړنه کې راو انوار د نقیب الله او نورو کسانو د وژنې مجرم وبلل شو.

ورته مطالب