وینزویلا له امریکا سره ډيپلوماټیک اړیکي پرې کړل

نیکولاس مادورو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له خپلو پلویانو مننه وکړه د انځور حقوق AFP
Image caption نیکولاس مادورو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له خپلو پلویانو مننه وکړه

په داسې حال کې چې هېوادونه د وینزوېلا د ولسمشر پر سر سره ویشلي دي د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وايي دا د هر هېواد خپله خوښه ده چې نیکولاس مادرو د وینزویلا د ولسمشر په توګه پیژني او که یې مخالف او د ملي اسمبلۍ مشر خوان ګوایدو.

هغه په وینزویلا کې د حالت خرابیدو د مخنیوي لپاره د مخالفو خواوو ترمنځ د خبرو غوښتنه وکړه.

''خپلواک حکومتونه کولای شي چې د نورو حکومتونو د رسمیت پیژندلو په اړه پرېکړه وکړي. دا د خپلواکه حکومتونو حق دی. وینزویلا کې موږ د خلکو په اړه اندېښمن یو، ګڼ شمېر خلک د اقتصادي ستونزو له امله له هېواده وتلي او هرڅوک په دې هېواد کې له سیاسي ګډوډۍ سره مخامخ دی. موږ هیله من یو چې خبرې وشي څو د هغه حالت مخه ډب کړي چې کولای شي یو ډول ته کړکېچ رامنځ ته کړي چې د ټولې وینزویلا، سیمې او خلکو لپاره به یې یوه غمیزه وي. ''

د وینزویلا ستره محکمه د پارلمان منحلولو له پرېکړې پر شا شوه

وینزویلا امریکايي دیپلوماتان شړي

دا په داسې حال کې ده چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادرو وروسته له هغه له امریکا سره خپلې اړیکې پرې کړې چې امریکا خوان ګوایدو د وینزویلا د موقت ولسمشر په توګه وپیژاند.

د انځور حقوق EPA
Image caption حوان ګوایدو وايي تر نویو ټاکنو به لنډمهالی ولسمشر وي.

ښاغلي مادورو امریکايي دیپلوماتانو ته ۷۲ ساعته وخت ورکړ چې له وینزویلا ووځي خو امریکا یې په غبرګون کې ویلي پخواني ولسمشر د دې واک نه لري چې امریکايي دیپلوماتان له وینزویلا نه وباسي.

ښاغلي ګوایدو د پراخو مظاهرو پرمهال د تېرې چهارشنبې په ورځ ځان د هېواد د موقتي ولسمشر په توګه اعلان کړ چې ترې وروسته امریکا، کاناډا، اروپايي ټولنې او د لاتیني امریکا ځینو پیاوړو هېوادنو د وینزویلا د لنډ مهالي ولسمشر په توګه په رسیمت وپیژاند.

روسیې پر هغه څه چې د وینزویلا په چارو کې یې بې ځایه بهرنۍ لاسوهنه بللې نیوکې کړي او ویلې دي چې په وینزویلا کې به د ګډوډۍ او وینې تویدنې سبب شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د وینزویلا دفاع وزیر د ښاغلي مادورو ملاتړ اعلان کړی دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې امریکا تورنه کړې چې له نړیوال قانون نه سرغړونه کوي او خبرداری یې ورکړی چې په وینزویلا کې پوځي مداخله به ناوړه پایلې ولري.

مسکو یو ځل بیا له ولسمشر نیکولاس مادرو نه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

بل خوا ولسمشر ټرمپ ویلي چې د امریکا ټول اقتصادي او دېپلوماتیک ځواک به په وینزوېلا کې د ولسواکۍ د بیا ټینګولو له پاره وکاروي.

په همدې حال کې ښاغلی ګوایدو وايي چې د پوځ ملاتړ له ده سره دی او دی به ازادو ټاکنو ته زمینه برابره کړي.