په وینزوېلا کې ريښتیا څه تېرېږي؟

د انځور حقوق AFP

وینزوېلا اوسمهال له ريښتيني ناورين سره مخ هېواد دی؛ د دوو بېلابېلو نړيو تر منځ سرګردانه ده. یوې خوا ته د دغه هېواد ولسمشر نيکولاس مادورو دی او بلې خوا ته د پارلمان مشر خوان ګوايدو.

دا لومړی ځل نه دی چې د ونزوېلا چی حکومت د پرځېدو له ګواښ سره مخ شوی. خو دا لومړی ځل دی چې مخالفانو په بېلابېلو برخو کې نړیوال ملاتړ خپل کړ او د واکمن ګوند رواتوب یا مشروعیت ننګوي.

د چارشنبې ورځې په لاريونونو کې ۳۵ کلن خوان ګوايدو په بې مخینې اقدام کې زرګونو مخالفانو ته ځان د انتقالي دولت ولسمشر وباله.

له دې پېښې وروسته د دغه هېواد ګاونډي هېوادونه هم د وینزوېلا د کورنيو مخالفتونو په څېر په دوو ډلو ووېشل شول.

یو شمېر هېوادونو يو پر بل پسې خوان ګوايدو د دغه هېواد د ولسمشر په توګه په رسمیت وپېژاند او ځینو نورو بیا نیکولاس مادورو د دغه هېواد د قانوني ولسمشر په توګه ومانه.

په وینزوېلا کې واقعاً څه تېرېږي او د دغه استثنايي بحران ريښې چېرې دي؟

خوان ګوايدو څه وايي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption خوان ګوایدو دا مهال د حکومت د مخالفانو په مشر بدل شوی دی.

خوان ګوایدو د وینزوېلا د پارلمان نوی مشر دی. هغه وايي د دغه پارلمان د پرېکړې او هغو واکونو له مخې چې د ونزوېلا اساسي قانون دغه بنسټ ته ورکړي نيکولاس مادورو د ۲۰۱۸ کال ټاکنو د نه خپلواکۍ له امله قانوني مشروعیت نه لري.

هغه د وینزوېلا د اساسي قانون په دوو مادو ۲۳۳ او ۳۳۳ استناد کوي. په ۲۳۳ ماده کې راغلي چې د دغه هېواد پارلمان ولسمشر په خپله رایه له دندې لرې کولی او په داسې حالت کې د پارلمان مشر په موقت ډول د اجرايه قوې مشري په غاړه اخیستلی شي.

په ۳۳۳ ماده کې ټینګار شوی چې که د هېواد اساسي قانون تر پښو لاندې شي ټول هېوادوال موظف دی چې د اساسي قانون د بېرته واکمنولو هڅه وکړي.

د وینزوېلا پارلمان دوې اونۍ وړاندې وویل چې د نيکولاس مادورو ولسمشري مشروعیت نه لري او هغه يې رسما د دغه مقام "غاصب" وباله.

د قانون له مخې له هغه مهال باید د پارلمان مشر د ولسمشرۍ چارې هم پر مخ وړې وی او په ۳۰ ورځو کې يې ټاکنې کړې وی.

په دې موده کې چې اعتراضونه کېدل او یو شمېر کسان وهم وژل شول، یو وار خوان ګوایدو ونيول شو او یو ساعت وروسته بېرته خوشی شو.

تر دې چې د چارشنبې په ورځ د مادورو خلاف په پراخو لاریونونو کې ګوایدو د ولسمشرۍ اعلان وکړ.

نيکولاس مادورو څه وايي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption نیکلاس مادورو د کورني او بهرني مخالفت سره سره د بنسټګرو شورا کې لوړه وکړه.

مادورو وايي د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې بریالی شوی او د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې (کابو دوه اونۍ وړاندې) يې د ولسمشرۍ لوړه کړې او په همدې خاطر ولسمشر دی.

د پارلمان او اساسي قانون په ځواب کې مادورو او پلويان يې وايي چې د دغه هېواد د سترې محکمې د حکم له مخې دا پارلمان لغوه شوی او واکونه يې د "مؤسسانو شورا" ته لېږدېدلي دي.

د مؤسسانو شورا نوی جوړ شوی بنسټ دی چې تېر کال له ناندریزو ټاکنو وروسته رامنځته شو. مخالفانو يې په ټاکنو کې پر ګډون بندیز ولګاوه او اکثریت یې د مادورو د پلویانو په لاس کې دی.

د دغه هېواد ستره محکمه کې هم د مادورو پلویان واکمن دي. له همدې امله مخالفانو د دغې محکمې رایه وننګوله؛ په داسې حال کې چې دا په یاد هېواد کې تر ټولو معتبره محکمه ده.

د وېنزوېلا پارلمان په داسې حال کې په وورستیو دریو اونیو کې ناستې کوي چې د مادورو پلویان پکې ګډون نه کوي. په داسې حالت کې یاد پارلمان د مادورو خلاف دريځ نیولی او خوان ګوایدو يې په مشرۍ منلی.

بلاخره مادورو او پلویان يې ځانونه سوسیالست انقلابیان ګڼي او مخالفان تورنوي چې هڅه کوي د تېلو په دغه ښېرازه هېواد کې د امریکا یو لاسپوڅی ولسمشر واک ته ورسوي.

د وېنزوېلا ستونزه څه ده؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر ۲۰۱۳ کال د هوګو چاوېز له مرګ وروسته مادورو ولسمشر شو.

شل کاله کېږي چې کیڼ لاسي وېنزوېلا اداره کوي؛ له ۱۹۹۹ کاله تر ۲۰۱۳ کال پورې هوګوچاوز او له هغه وروسته نيکولاس مادورو چې دی هم د چاوېز له نږدې سیاستوالو دی او د هغه له مرګ وړاندې د دغه هېواد په رهبرۍ ګمارل شوی.

د ښاغلي چاوېز له مړینې وروسته نيکولاس مادورو په لومړنيو ټاکنو کې بریالی شو او له هغه راهیسې ولسمشر دی.

په دې کلونو په تېره بیا له نړیوال مالي کړکيچ را وروسته وېنزوېلا له ژور اقتصادي کړکيچ، ډېر ستر توروم او د پولي واحد له لاسه وتلو سره مخ شوې.

داسې ستر توروم چې په وېنزوېلا کې پېښ شو، په تاریخ کې استثنايي حالت دی او د پیسو نړیوال صندوق اټکل کړی چې دا به په ۲۰۱۹ کال کې هم دوام وکړي.

د دغه بنسټ د اټکل له مخې په وېنزوېلا کې د توروم کچه په روان ميلادي کال کې لس ميليونه سلنې ته رسېږي.

خو نيکولاس مادورو وايي چې هېواد يې د نړيوالې دسیسې ښکار دی او مخالفان يې په کور او بهر د دغه نه کنټرولېدونکي تورم په رامنځته کولو کې لاس لري.

هغه د پیسو د نړیوال صندوق رپوټونه هم ردوي او دا بنسټ د واشنګټن د سیاستونو د لاس اله ګڼي.

د هغه مخالفان وايي دولت د هېواد له ادارې عاجز دی او د هېواد پانګه په تېرایستونکو پروژو او د بې وزلاو د رايو په پېرودلو لګول کېږي.

د وېنزوېلا اقتصادي ماته چې په وروستیو څلورو کلونو کې اوج ته رسېدلې د دې لامل شوې چې یاد هېواد د خوړو او درملو له بې مخينې تشې سره مخ شي.

له دې سره جوخت د دغه هېواد دولت باندې تور دی چې د ډيموکراسۍ اصولو ته پابند نه دی او مخالفان ځپي.

د مادورو مخالف مشران معمولا يا په زندان او يا په کورني بند کې دي.

د مخالفانو رسنۍ هم په سیستماتیک ډول له مخ په زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ دي.

د بې پولې خبریالانو د شمېرو له مخې دغه هېواد کې د رسنيو ازادي نشته او د مادورو حکومت هېڅ خپلواکه رسنۍ نشي زغملی. دغه بنسټ د وېنزوېلا حالت په دې ورستیو کلونو کې " د رسنیو جګړې" ته ورته حالت بللی.

پر دې سربېره مخالفان وايي چې مادورو په ۲۰۱۸ کال کې په بې سیاله او ناعادلانه ټاکنو کې بریالی شوی. مخالفانو په دغو ټاکنو کې په ګډون بندیز لګولی و او نړیوالو بنسټونو يې هم سموالی تاييد نه کړ.

ډېر هغه هېوادونه چې دا اوس يې د خوان ګوایدو د ولسمشرۍ د ادعا ملاتړ کړی، هماغه هېوادونه دي چې د ۲۰۱۸ کال د ټاکنو پایلې یې له پوښتنې سره مخ کړې وې او یو شمېر یې له مادورو غوښتي وو چې له واکه څنګ ته شي.

یو له هغو دلایلو چې د سیمې هېوادونه د دغه هېواد په کورنیو چارو کې نظر ورکوي يا يې د دولت په سیاست نیوکه کوي یا يې ملاتړ کوي هغه کړکېچ دی چې په دې وروستیو کلونو کې د وېنزوېلا له درې میليوني کډوالو په سیمه کې را پیدا شوی.

دغه کډوال اوسمهال په ټوله سیمه کې تیت دي او د سوېلي امریکا ډېری هېوادونه د وېنزوېلا د پام وړ اندازې کډوالو له حضور سره مخ دي.

اوس څه کېږي؟

د انځور حقوق AFP

دا ورځې د وېنزوېلا لپاره برخلیک ټاکونکې دي. دغه هېواد کلونه کېږي چې له ژور سياسي او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او د شخصيتونو، متوسط پاړکي او لږ عاید لرونکو اوسېدونکو تر منځ يې پام وړ درځونه پیدا شوي.

په ورته وخت کې وروستي کړکېچ سره له دې چې مادورو يې له جدي ننګونې سره مخ کړی، خو پلویان يې وايي چې د مخالفانو اقدامات يې قانوني نه دي.

په ورته وخت کې د پوليسو او اردو رول هم پام وړ دی چې د سياسي واک برخلیک ټاکلی شي. تر اوسه پوځ د مادورو تر شا ولاړ دی. دا په دې مانا ده چې د وېنزوېلا واک په عملي ډول له هغه سره دی او د خوان ګوایدو ادعا تشه خبره ده.

ان د نړیوال ملاتړ مسله هم ډېر رول ځکه نه لري چې دواړه لوري د یو شمېر هېوادونو له ملاتړه برخمن دي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د وېټو حق لرونکو هېوادونو دريځ هم ټاکونکی ځکه نه دی چې روسیه او چین د مادورو پلويان دي او امریکا، برېتانیا او فرانسه د ګوايدو پلویتوب کوي.

د دې تر څنګ سیاسي بدلونونه او پخوانۍ تجربې لکه په ۲۰۰۲ کال کې د هوګو چاوېز خلاف ماته خوړلې کودتا ښيي چې د وېنزوېلا کورنی سیاست د ډېرو نږدې او بې ثباته کوونکو سیالیو ډګر دی چې ګټونکی او لوبغاړي يې بدلېږي.

په راتلونکو ورځو کې د ډېرو خلکو تصمیمونه کولی شي دا کړکېچ بدل کړي؛ د پوځ له قوماندانانو نيولې تر لوړپوړو سیاستوالو او اړوندو نړیوالو څېرو او بنسټونو پورې.