خلیلزاد: له طالبانو سره خبرو کې مهم پرمختګونه شوي

خلیلزاد د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، تر اوسه کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، په قطر کې د دوی او طالب استازو ترمنځ شپږ ورځنۍ خبرې پای ته رسېدلي او پکې مهم پرمختګونه شوي دي.

ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، تر اوسه کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې، او د وروستۍ هوکړې لپاره اړینه ده چې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي‌ او اوربند اعلان شي.

نوموړي لیکلي چې د دوحې له خبرو وروسته اوس کابل ته روان دی.

د هغه په خبره،‌ په خبرو کې د پخوا پرتله ډېر پرمختګ شوی،‌ خو لا هم ځینې موضوعات پاتې دي‌ چې باید بحث ورباندې وشي.

د انځور حقوق AFP
Image caption نژدې ۱۴۰۰۰ امریکايي پوځیان افغانستان کې د ناټو ماموریت یوې برخې په توګه مېشت دي

بل لور ته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته استول شوې اعلامیه کې ویلي، د دوحې شپږ ورځنۍ خبرې پای ته ورسېدې او په ځینو برخو کې پرمختګ شوی.

نوموړی وایي، د پاتې موضوعاتو په اړه به د خبرو لپاره په راتلونکي کې یوه بله ورته ناسته جوړېږي.

د طالبانو ویاند ویلي، له افغان حکومت سره د دوی د مخامخ خبرو او د اوربند په اړه خپاره شوي رپوټونه ناسم دي.

تر دې وړاندې د رویټرز خبري اژانس د طالبانو سرچینو له قوله لیکلي وو چې د دوحې په خبرو کې هوکړه شوې چې امریکایي‌ځواکونه به د اتلسو میاشتو په موده کې له افغانستانه ووځي.

خو د خلیلزاد له څرګندونو ښکاري چې داسې کومه هوکړه نه ده شوې.

بله خوا په ارګ کې هم یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، د امریکایي او طالب پلاوو ترمنځ هېڅ کومه هوکړه له افغان حکومت سره له مشورې پرته نه کېږي.

دې سرچینې وویل، ښاغلی خلیلزاد د ټولو خبرو جزیات له افغان حکومت سره شریکوي او د افغان حکومت له اجازې او خوښې پرته به هېڅ کومه پرېکړه نه کېږي.

د سولې خبرو لپاره د ناټو ملاتړ

د انځور حقوق AFP
Image caption د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، 'نه غواړم د بریا د احتمال په اړه ګومانونه وړاندې کړم، خو له دې هڅو ملاتړ ډېر مهم دی، له دې هڅو د ناټو ملاتړ له افغان حکومت څخه ملاتړ دی.'

بل لور ته ناټو سازمان په دوحه کې د افغان سولې خبرو ملاتړ اعلان کړی دی. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، په افغانستان کې د روانې جګړې لپاره د سیاسي حل پیاوړي ملاتړ کوي.

نیوزلنډ کې یوې غونډې ته وینا کې ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان سولې خبرو په تړاو وايي:

''له ټولو مخکې موږ په افغانستان کې د روان بحران د سوله ییز حل او سولې خبرو پياوړی ملاتړ کوو. د ولسمشرمحمد اشرف غني له کارونو او همدا راز د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو ملاتړ کوو. هیله من یم، چې د سولې په دغو خبرو کې افغان حکومت ته هم برخه ور کړل شي. نه غواړم د بریا د احتمال په اړه ګومانونه وړاندې کړم، خو له دې هڅو ملاتړ ډېر مهم دی، له دې هڅو د ناټو ملاتړ له افغان حکومت څخه ملاتړ دی. مونږ له دې سیاسي، عملي او همدا رنګه پوځي ملاتړ کوو، له پوځي ملاتړه مو موخه داده چې افغانستان کې طالبانو ته دا پيغام ورکړو چې تاسو د جګړې ډګر کې نه بریالي کېږی، له همدې کبله دوی باید د خبرو میز ته کښیني او سیاسي حل لاره ومومي. ''

د انځور حقوق Getty Images

یو شمېر بهرنیو رسنیو راپورونه ور کړي چي امریکايي دیپلوماتان او طالب استازي يو لړ وروستیو پرېکړو ته رسېدلي، خو امریکايي او طالب لورو تر اوسه په دې اړه رسمي اعلان نه دي کړی.

بل خوا طالبانو ته نژدې سرچینې په دې باور دي چې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر د مشر په توګه د ملا عبدالغني برادر ټاکل، په دې مانا دي چې له امریکايانو سره د سولې خبرې جدي پړاو ته رسېدلې دي.

طالبانو هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی د سیاسي د فتر د مشر او د دوی د تحریک د مرستیال په توګه د ملاعبدالغني برادر ټاکل کېدل به له امریکایي لوري سره روانې خبرې لا پياوړې کړي.

ښاغلی برادر چې د طالبانو د غورځنګ یو بنسټګر او د ملا محمدعمر مرستیال و، څو میاشتې مخکې پاکستان حکومت له کابو اته کلن بنده خوشي کړی.

افغان حکومت د افغان سولې په اړه تر اوسه په قطر کې د طالبانو او امریکايي وروستۍ ناستې په اړه له څه ویلو ډډه کوي.

خو د افغانستان سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري وايي، د افغانستان سولې او راتلونکي په اړه به افغان حکومت له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې پرېکړه کوي.

''د افغان سولې او د افغانستان ثبات په اړه وروستۍ پرېکړه افغان حکومت له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې کوي. زلمی خلیلزاد هم هڅه کوي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو کړي او د دواړو لوریو تر منځ په باور جوړونې کار کوي. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوې باورې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې تېره اونۍ افغان حکومت د باور جوړونې په موخه څو طالب بندیان خوشي کړي دي.

د افغان سولې په اړه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو تر منځ دا څلورمه ناسته ده، زلمي خلیلزاد او د طالبانو سیاسي استازو له دې مخکې دوه ځله په قطر او یو ځل په ابوظهبۍ کې غوندې کړې.

افغان چارواکي چې په ظاهره له دې خبرو په څنډه کې پاتې دي، ټینګار کوي چې د سولې خبرو په بهیر کې ښکېل هېوادونه باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي.

یوې باورې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې تېره اونۍ افغان حکومت د باور جوړونې په موخه څو طالب بندیان خوشي کړي دي.