ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې له میلانیا ټرمپ ولې بښنه غوښتې؟

ميلانيا ترامب د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ورځپاڼې په وینا، لکه څرنګه چې په مقاله کې راغلي، د میلانیا ټرمپ پلار یو "وېروونکی کس" نه و او "کورنۍ یې به یې نه کنټرولوله".

ډیلي ټیلیګراف له "قید او شرط" پرته د امریکا د ولسمشر له مېرمنې میلانیا ټرمپ نه د هغې په اړه د یوې مقالې له خپرېدو بښنه غوښتې ده. دا مقاله تېره اونۍ خپره شوې وه.

دغې ورځپاڼې ویلي چې میلانیا ټرمپ ته به نغدي جریمه هم ورکړي.

ډیلي ټیلیګراف ویلي، د میلانیا ټرمپ په اړه یې د "میلانیا پټ راز" په اړه یې ځینې ناسمې خبرې خپرې کړې وې.‌

په دې خبرو کې دا هم راغلي وو، چې میلانیا له خپل مېړه سره تر اشنا کېدو مخکې په خپل هنري فعالیت کې له ستونزو سره مخامخ وه او د ټاکنو پرشپه یې ژړلي دي.

ډیلي ټیلیګراف منلې ده چې دا خبرې باید نه وای خپرې شوې.

یادې ورځپاڼې د جنورۍ پر ۲۶مه د بښنې په یوه لیک کې ویلي چې اغلې ټرمپ له خپل مېړه سره تر معرفي کېدو مخکې "یوه مسلکي او بریالۍ ماډله وه او دې کار ته د هغه له مرستې پرته رسېدلې وه."

ورځپاڼې دا هم ویلي چې په مقاله کې په تېروتنه ادعا شوې ده چې د اغلې ټرمپ مور، پلا او خور په ۲۰۰۵ کال نیویارک ته لېږدېدلي چې د ډونلډ‌ ټرمپ به یوه کور کې واوسېږي.

د ورځپاڼې په وینا، لکه څرنګه چې په مقاله کې راغلي، د میلانیا ټرمپ پلار یو "وېروونکی کس" نه و او "کورنۍ یې به یې نه کنټرولوله".

ورته مطالب