ولې باید له سعودي وتلې وای؟

بسمة خليفة

۲۹ کلنه بسمه خلیفه خپل ټاټوبي ته راستنه شوه، چې د ژوند کولو امکانات وګوري، خو هلته یوه ناسم ګام اخیستو دې ته اړایستله چې بیا هلته ستنه نه شي.

"د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر میاشت کې یې له سعودي عربستان نه د وتلو غوښتنه رانه وکړه: هغه هېواد چې زه پکې زیږېدلې یم او ما غوښتل هلته نوی ژوند پیل کړم. د بندي شویو سعودي فعالو ښځو په اړه مې مقالې لوستلې. ما د بي بي سي یوه مستند فلم ته وېډیوګانې اخیستې."

باید له هېواده سم لاسي وتلې وای او ما ته وویل شول چې کړه وړه مې پر "هېواد نیوکه کوونکي" ښکاري.

په دې خبرې اورېدو مې ټکان وخوړ. له ما وغوښتل شول چې د فعالو ښځو په اړه چوپه خوله پاتې شم.

وروسته اندېښنه لا ډېره شوه، ان پرخپل ځان مې هم شک درلود، چې ګني ډېر ناسم کارونه کوم، خو سوچ ته مې هم کافي وخت نه لاره.

دې سوچ یووړم که پاتې شم، نو ښايي هېواد ته د ننوتلو وېزه مې لغوه کړي، د لندن هیترو هوايي ډګر ته مې د الوتنې ټیکټ بوک کړ او په هماغه ورځ خپل هېواد ته ورسېدم.

له هغه وخته ۲۵ کلونه تېر شول چې سعودي کې ماشومه وم، کله چې تېر کال ورستنه شوم، هکه پکه شوم چې سمندرغاړې، د پېر او پلور مارکیټونه او لوکس خوړنځي یې څرنګه جوړ کړي دي. هلته زما په شپږو ورځو اوسېدو کې سخت بارارونه وشول، داسې لکه له لندنه مې چې باران راسره راوړی وي!

Image caption بسمه له خپل مور او پلار سره کله چې ماشومه وه

په ۱۹۸۹ کال وزیږېدم، پلازمېنه ریاض کې مو ژوند درلود، مور او پلار مې د سودان دي. دواړه د مصر یوه پوهنتون کې سره مخامخ او معرفي شوي بیا مې کله چې پلار ته سعودي کې د ډاکټر په توګه دنده ورکړل شوه، سعودي ته ولېږدېدل.

څو کاله وروسته مې پلار یوه بله دنده ومونده، خو دا ځل په شمالي ایرلنډ کې، یوځل بیا ولېږدېدو چې زما عمر درې کاله و.

خو دا زما وروستی سفر نه و، په شمالي ایرلنډ کې تر ۱۳ کلنۍ پورې پاتې شوو، بیا سکاټلنډ ته ولاړو او زه ۲۰ کلنه شوم. بیا نیویارک ته د شپږو میاشتو لپاره ولاړ او په ۲۱ کلنۍ کې بېرته لندن ته د کالیو د ډیزان کار ته راستنه شوم.

دا چې زه د سودان یم، په منځني ختيځ او لوېدیځ کې زیږېدلې یم، خو خپل اصلي ټاټوبي ته په ستنېدو کې ډاډمنه نه وم.

اوس په سعودي عربستان کې وضعیت او بندیزونه ورو ورو لیرې کېدونکي دي، ښځې اوس له نقاب اچولو پرته ګرځېدی شي، مسلکي کارونه کولی شي، موټر چلولی شي، خو دا هېواد لاهم د قانون ماتوونکو پروړاندې ټینګ ګام اخلي.

Image caption بسمه جدې ته رسېږي

تېر کال اکتوبر کې له بریتانیا له وتلو مخکې مې په ذهن کې ځینې سوچونه وچورلېدل چې سعودي کې به څنګه معامله راسره کېږي. د همدې میاشتې پر دویمه د ترکیې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ د ننه د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو خبر خپور شو، وروسته په ډاګه شوه چې په لوی لاس وژل شوی.

دا مې څه وکړل؟

که څه هم دې قضیې وېره خپره کړه، خو زه نه وېرېدم. سعودي ته د یوې خبریالې په توګه نه تلم، د خپلې کورنۍ لیدو لپاره د فلمونو جوړولو په پلمه ولاړم. کله چې د جدې پر هوايي ډګر کوزېدم، له ځان سره مې فکر وکړ چې: "دا مې څه وکړل؟ خو کله مې چې خپلې درې ترورۍ ولیدې ارامه شوم".

مشره ترور مې له ۲۵ کلونو راهیسې سعودي کې اوسېږي او هېڅ بل ځای ژوند نه غواړي، خو لاهم د سعودي تابعیت نه لري. هغه د تعلیم برخه کې ډېره مخته تللې ده، هغې له ما سره هم مرسته وکړه چې هلته ژوند وکړم.

Image caption بسمه عبایه اخلي

موږ یواځې نه وو، سعودي چارواکو یو حکومتي کس ګومارلی و چې موږ وڅاري د دوی له سیمه ییز دود هاخوا ګام خو نه اخلو. د تولید یوه سعودۍ ډله هم راسره وه، چې چلوونکی، مرستیال عکاس او دوه نور تولید کوونکي وو.

نرمه موسیقي او ښکلې نڅا

یو ماښام یوه ملګري مېلمستیا راته کړې وه، موټر مو کرایه کړ او ورغلو. کابو د لندن مېلمستیا ته ورته و، خو ښځو خپل حد ساتلی و او خپلې ښایسته جامې یې اغوستې وې، نرمه موسیقي او ښکلې نڅا وه.

Image caption بسمه یوې مېلمستیا ته بلل شوې وه

خو ښځو لا ډېر حیاناک کالي اغوستي وو او سړو هم په ډېره حیا راشه درشه کوله، شراب مراب نه ښکارېدل.

سعودي یو وچ هېواد دی، چې په شراب څښلو سزا ورکوي یا بندي کېږي. شراب په اسلام کې حرام دي. زه شراب نه څښم خو د سفر پرمهال د شرابو رانیول یو خطرناک او ګران کار دی.

Image caption سعودي کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شوې

له مېلمستیا څو ورځې وروسته مې له خپل ملګري وپوښتل چې ایا موټر چلولی شم، ځکه ځینې وخت هېواد کې د ګرځېدو پرمهال ورته اړکېږم.

تېر کال د حقوقي فعالانو له کمپاین وروسته سعودي عربستان پخپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ښځو ته د ګاډي چلولو اجازه ورکړه. دا په دې هېواد کې د پراخو اصلاحاتو او ټولنیزو بدلونونو پیلامه وه، چې بیا وروسته سینماګانې هم پرانیستل شوې.

په وروستیو کې مې بریتانیا کې د موټر چلولو لیسنس واخیست. خو دا وېره راسره وه چې د سعودي نظام خلاف ګام اخیستل سړی زندان ته رسولی شي.

موټر کې مې د هغو سعودي ښځو د فعالانو په اړه مقاله په لوړ غږ لوستله، چې اوس بندیانې دي. غوښتل مې پوه شم چې لاهم بندیانې دي.

خو د ډلې یوه غړي چې دا خبره واورېده په غوسه شو، ددې کیسې په اړه نه، بلکې داسې یې وانګیرله چې ګني پر حکومت نیوکه کوم.

مخکې له دې چې په کیسه پوه شم، د ډلې له مشر او بریتانیا کې د تولیدي برخې له مسؤول سره مې اړیکه ونیوه، ووېرېدم، خو د هېچا د احساساتو راپارولو نیت مې نه و. مازي مقاله مې په لوړ غږ لوستله، نه پوهېدم چې د نړۍ په دې برخه کې دا کار هم واکمن نظام ته سپکاوی دی.

Image caption بسمې ته د فلم اخیستو درولو او له هېواده وتلو امر شوی و

په بریتانیا کې مسؤول کس راته وویل چې سم لاسي باید له سعودي ووځم. یوازې شپږ ورځې مې تېرې کړې وې خو کار لاهم پاتې و. باید د ښځو او سړو یوه ګډ ورکشاپ ته ورغلې وای او له کاروباري ښځو سره غږېدلې وای، خو اوس اوبه تر وخت تېرې دي او باید د سفر د موزو مزي مو کش کړي وای...

باور مې نه کېده چې بندي کېږم به - هغه هم مازې د یوې مقالې په لوستلو سره - خو داسې وېره هم وه چې زما وېزه په ډېره اسانۍ لغوه کولی شي. له ترورګانو سره مې خدای پاماني وکړه او هوايي ډګر ته روانه شوم.

کله چې په هیترو هوايي ډګر کې ښکته شوم، د ارامۍ ساه مې واخیسته او د سعودي د نظام له کنټرول ووتم.

ورته مطالب