يو داسې اوربند چې په نښه کول او وژل په کې همداسې روان وي، يمن کې دننه مو داسې ځای ته بيايو چې ملګرو ملتونو په کې تر دې مهاله د يوې پېښېدونکې لوږې تر ټولو ځواکمن خبرداری ورکړی.
يمن کې جګړه له کولونو راهيسې روانه ده، خو د جګړې پر ډګر ټوکېدلی ناورين د خلکو پر ژوند ژور اغېز پرېږدي. اوس ملګرو ملتونو د يوې شونې لوږې په اړه د تازه خبرداري ترڅ کې د جګړې له اړخونو غوښتي، چې د ملکيانو د ساتنې لپاره دې هر څه چې کولی شي وکړي. دا خبره داسې وخت کې کېږي چې حدیده کې پر يو مياشتني اوربند فشار په زياتېدو دی. دغه ښار يمن لپاره د مرستو رسولو يوه مهمه لار ګڼل کېږي.
د بي بي سي لیز ډوسېټ ته په کمساري ډول حديده ته د ورتلو لار ورکړل شوې، يوه يادونه دا چې راپور کې یې ځينې انځورونه خواشينوونکي دي.