"داعش" فلیپین کې پر کلیسا د برید مسؤولیت منلی

کلیسا د انځور حقوق AFP/Getty Images

د فلیپین سوېل ته جولو ټاپو کې د کاتولیکانو لویه کلیسا کې دوو چاودنو نږدې شل کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپي کړل.

چاودنه په داسې مهال د یکشنبې په ورځ شوې چې سهارنۍ دعا ویل کېده. "اسلامي دولت" نومې ډلې ویلي، دا برید دوی کړی.

کله چې امنیتي ځواکونه او ژغورونکي د پېښې ځای ته ورسېدل د کلیسا پارکېنګ کې بله چاودنه هم وشوه.

دې پېښه کې ډېری وژل شوي کسان ولسي وګړي دي.

* د فلیپین غرونو کې د مړو ځوړند تابوتونه

* هغه فلیپینۍ چې د نړۍ د ښکلا ملکه شوه

د فلیپین ولسمشر رودریګو دوترته وايي، ټول هغه کسان به له منځه یوسي چې دې بم کې لاس لري.

د نوموړي ویاند دا بریدګر جنایتکار وبلل.

دا بریدونه له هغه څو ورځې وروسته دي چې د سیمې اکثریت مسلمانانو ټولپوښتنه کې ډېرې خپلواکۍ رایه ور کړه، خو پایلې ښيي چې سولو ټاپو ټولګه کې- چې جولو ټاپو هم پکې پروت دی- خلکو دې ټولپوښتنې ته منفي رایه ور کړې ده.

د انځور حقوق .
Image caption د فلیپین حکومت نږدې څلور کاله مخکې له اسلامپالو سره تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې مسلمانانو ته کورواکي ور کول کېږي.

جولو ټاپو کې د ابو سیاف په ګډون اسلامپال توندلاري فعال دي.

ابوسیاف چې پخوا د القاعده اړوند ډله بلله کېده، پر ۲۰۰۲ کال بالي کې د بریدونو مسوولیت ومانه.

هغه برید کې ۲۰۲ کسان ووژل شول.

دا ډله چې د ۱۹۹۰ کلونو لومړیو کې جوړه شوې ده، نږدې درې کاله مخکې له داعش سره یو ځای شوه.

* فلیپين: ابوسیاف جهادي ډلې له یرغمل شوي جرمن سړي سر پرې کړی

* فلیپین ولسمشر: خدای سره مې ژمنه کړې چې سپکې سپورې به نه وايم

خواله رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې امنیتي ځواکونو کلیسا ته تللې لارې تړلې دي.

د دې پېښې ځینې ټپیان په چورلکه کې د زامبوانګا ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.

د فلیپین دفاع وزیر دلفین لورنزانا دا برید غندي او له خلکو غواړي چې له ترهګرۍ سره مقابله کې د چارواکو همکاري وکړي.

د مسلمانانو د کورواکۍ ټولپوښتنه

د انځور حقوق EPA
Image caption کلیسا کې له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه څېړنې کوي.

د تېرې اونۍ ټولپوښتنه کې د فلیپین سوېل ته د مسلمان مېشتو د کوراکه سیمې بانګ سامارو رامنځ ته کولو ته مثبته رایه ور کړل شوه.

خو سولو ټاپوټولګه کې چې جولو ټاپو هم پکې دی. رایه ور کوونکو منفي رایه ور کړه.

بانګسامورو کې د فلیپین نږدې لس سلنه کسان اوسي چې ډېری یې مسلمانان دي.

فلیپین کې د مسلمانانو شمېر لس میلیونو ته رسېږي، چې د دې هېواد لس سلنه وګړي جوړوي او ډېری یې د فلېپین سوېل ته میندانایو ټاپو کې اوسېږي.

په ۱۳ پېړۍ کې دې سیمې ته د مسلمانو سوداګرو ورتګ سره ځایوال ګام په ګام مسلمانان شول، خو د فلېپین نور وګړي تر ډېره کاتولیک دي.

وروستۍ ټولوپوښتنه د فلیپین او د مورو ازادیپال غورځنګ د څلور کاله پخواني تړون پایله ده.

فلیپین حکومت هیله من دی چې د دې کورواکه سیمې په رامنځ ته کولو سره به دغه هېواد کې د لسګونو کلونو تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

له یو لک شل زرو ډېر کسان دغه تاوتریخوالي کې وژل شوي دي.