ورځپاڼو ته کتنه: افغان سوله کې پرمختګ هیلې او ځینې اندیښنې را برسېره کړې

د انځور حقوق Getty Images

اماراتۍ انګلیسي ژبې نیشنل ورځپاڼه لیکي چې د افغان سولې په برخه کې پرمختګونو هیلې او ځینې اندیښنې را برسېره کړې دي.

په دې مطلب کې وړاندې ویل شوي چې شويو پرمختګونو د شخړې د سیاسي حل لپاره تر ټولو ښه چانس رامنځته کړی خو امریکا باید په دې تلوار کې افغانستان له لاسه ورنه کړي.

لیکوال په دې نظر دی چې د دوحې په خبرو تر ډیره د امریکا او طالبانو پر غوښتنو خبرې شوې خو په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې د افغانستان له کمزورې ډیموکراسۍ سره به څه ډول چلن کیږي او دا اندیښنې هم شته که امریکا په تلوار له دغه هېواده ووځي نو ښايي د نوي یمې لسیزې د جګړې حالت بیا رامنځته شي.

امریکایۍ ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال لیکلي له کله چې په تېره جولایي میاشت کې د امریکا او طالبان ترمنځ خبرې پيل شوې د تېرې اونۍ خبرې تر ټولو جدي وې او دواړه لوري یې پایلې ته خوښ دي.

خو د مطلب لیکوال ګریګ نیلسن وايي دواړه لوري په عین وخت هغو ګواښونو او خنډونو ته چې په مخکې پراته دي له ډیره احتیاطه کار اخلي.

قطرۍ ورځپاڼې "الرایة" لیکلي چې قطر له امریکايي لوري سره د طالبانو د خبرو لپاره د اسانتیا په برابرولو سره په افغانستان کې د سولې خبرو لپاره یو مهم دریځ رامنځته کړی او د قطر د همدې اسانتیا پر بنسټ دواړو لوریو د رښتینې ارادې په لرلو سره افغانستان کې د سولې په لاره کې د پام وړ پرمختګ وکړ.

د دې مطلب لیکوال د قطر د بهرنیو چارو د وزیر هغو خبرو ته اشاره کړې چې ویلي و د شخړو د هواري لپاره د حل لاره له بهره نه شي تپل کېدای بلکې واقعي اراده کولی شي دا هدف تر لاسه کړي او دا هغه عنصر و چې د دوحې په خبرو کې یې هم و او لومړی پړاو یې په بریالیتوب پای ته ورسېده.

لیکوال وايي دې شپږ ورځنیو خبرو یو بنسټ رامنځته کړی او اوس پکار ده چې د همدې پرمختګ پر بنسټ د ټولو ښکیلو سیمه ییزو او نړیوالو اړخونو ترمنځ د هڅو همغږي وشي او قطر ته د دې خبرو د بریالیتوب لپاره د مرستې لاس ورکړل شي چې بل پړاو چې راتلونکې میاشت ترسره کیږي هم بریالیتوب ته ورسیږي.

کاناډایۍ ورځپاڼې ګلوب اینډ میل لیکلی د افغان سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد کابل ته تللی چې دهغې هوکړې لپاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ملاتړ تر لاسه کړي چې له طالب استازو سره د شپږو پرله پسې ورځو خبرو په پایله کې ترلاسه شوې ده .

ډیلي ټایمز ورځپاڼې لیکلي راتلونکې ورځې او اونۍ د افغان سولې لپاره ډیرې مهمې دې، ځکه لا هم ډیرې داسې مسلې شته چې باید هوارې شي لکه اوربند، پر طالب مشرانو د لګول شویو بندیزونو لرې کول او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته پړاو.

لیکوال وايي داخبرې لکه څومره چې د افغانستان لپاره مهمې دي د سیمې او په تېره د پاکستان لپاره هم مهمې دي، لیکوال هيله ښودلې چې افغانستان کې د ټیکاو په راتللو سره منځنۍ آسیا ته د یوه پل حیثیت غوره کړي. دی وايی افغانانو ډیر کړاو ګاللی نو اوس د سولې او پرمختګ مستحق دي.