د امریکايي بنسټونو ۳۵ ورځو تړلو ۳ میلیارد ډالر زیان اړولی

Federal air traffic controller union members protest the partial U.S. federal government shutdown in a rally at the U.S. Capitol in Washington, U.S. January 10, 2019. REUTERS/Jonathan Ernst د انځور حقوق Reuters

د امریکا د دولتي ادارو رخصتېدو دې هېواد ته د درې میلیاردو ډالرو زیان اړولو اټکل کړی دی.

د کانګرس د بودیجوي دفتر د راپور له مخې، اټکل کېږي چې دا زیان په ۲۰۱۹ کال کې ۰/۰۲ په سلو کې د اقتصادي ودې له کبله پیشبیني شوی دی.

په دې سره د امریکا د دولتي ادارو د ۳۵ رخصتیو ټول ټال زیان ۱۱ میلیارد ډالر اټکل شوی دی.

په ورته وخت کې،‌ رپوټ وايي په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د اقتصادي ودې ۱/۰ سلنه تازه سوداګریزې تعرفې کمېدونکې دي.

د امریکا د کانګرس بودیجوي دفتر چې د کانګرس لپاره د اقتصاد او بودیجې د ارزونې فدرالي مسؤول سازمان ګڼل کېږي، د دوشنبې په ورځ وویل چې د دولتي ادارو له رخصتېدو مخکې د امریکا اقتصادي وده په روان کال کې ۳/۲ سلنه اټکل شوې ده.

د امریکا په تاریخ کې دا تر ټولو اوږده دولتي رخصتي ګڼل شوې ده چې د کانګرس او د امریکا د ولسمشر ترمنځ د اختلاف له کبله د ډونلډ‌‌ ټرمپ له خوا د سرحدي دېوال جوړولو لپاره د ۵٫۷ میلیارد ډالره بودیجې پرسر رامنځ ته شوه.

ټرمپ: 'څو کاله' حکومتي بنسټونه تړل کېدی شي

د امریکا حکومت ځینې برخې تړل کیږي

د امریکا د فدرالي حکومت چارې درې ورځې وځنډول شوې

ټرمپ د مکسیکو پر پوله له دېوال جوړولو تېر شو

د دولت او کانګرس ترمنځ‌ دې اختلاف د کابو ۸۰۰ زره امریکایانو د بې کاره کېدو لامل شو چې څو اونۍ یې هېڅ مزدوي یا تنخا ترلاس نه شوای کړه خو کار ته یې دوام ورکاوه.‌

کانګرس ویلي د یوه قانون له مخې به دغو کارمنو ته د رخصتیو د ورځو تنخا هم ورکړله شي.

په ۲۰۱۹ کال کې بودیجوي کسر شاوخوا ۹۰۰ میلیارد ډالر اټکل شوی دی او تمه ده چې په ۲۰۲۰ کال کې به تر ۲۰۲۹ کال پورې هر کال یو ټریلیون ډالرو ته وخېژي.

یاد دفتر وايي، که د دولت سیاست بدل نه شي تر ۲۰۲۹ کال پورې به د امریکا د پیسو د ورکړې کچه وروستي حد ته لوړه شي چې له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته تر ننه دا تر ټولو لوړ حد ګڼل شوی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د مکسیکو دېوال د لګښتونو په اړه د ښاغلي ټرمپ د ادارې اټکل دا دی چې ټولټال به ۱۲ میلیارده ډالره لګښت وغواړي.

ډونلډ ټرمپ امریکا ته د مکسیکويي کډوالو د ننوتلو د مخنیوي په پار د دواړو هېوادونو پر پوله د دیوال جوړولو لپاره له ۵ تر ۷ میلیارده ډالره بودیجه ځانګړې کولو غوښتونکی دی، خو دیموکراتان دا کار بې ګټې او د بودیجې ضایع کول ګڼي.

د مکسیکو دېوال د لګښتونو په اړه د ښاغلي ټرمپ د ادارې اټکل دا دی چې ټولټال به ۱۲ میلیارده ډالره لګښت وغواړي.

ورته مطالب